د اسلامي امارت ویاند له ایران غوښتي چې د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني.
ذبیح الله مجاهد تېره ورځ د ایران له تبناک خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي چې ایران باید د نورو هېوادونو په پرتله د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته لوړیتوب ورکړي.
نوموړي دغهراز ویلي چې ایران او افغانستان اوسهال په سیاسي او اقتصادي برخو کې ښې اړیکې لري او اسلامي امارت یې د لاپراختیا هڅې کوي.
ایران تل ټینګار کوي چې په افغانستان کې باید یو ټولګدونه حکومت رامنځته شي.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د غبرګولي پر ۱۹مه په تهران کې د افغانستان لپاره د تماس ډلې له غونډې وروسته وویل چې په افغانستان کې باید د بېلابېلو اقشارو په شتون سره یو ټولکډونه حکومت جوړ شي.
خو ذبیح الله مجاهد له تابناک خبري اژانس سره په مرکه کې د ښاغلي قمي دغه غوښتنه د افغانستان په چارو کې د لاس وهنې په معنا ګڼلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ