د روسیې په داغستان جمهوریت کې د وسلهوالو کسانو په بریدونو کې د اوو پولیسو او یو ارتدوکس پادري په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي دي.
اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د روسي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا بریدونه تېره ورځ په مخاچکلا او دربند ښارونو کې پر یوې کنیسه او دوو کلیساوو شوي دي.
په راپور کې راغلي چې په بریدونو کې لږ تر لږشه ۲۵ تنه نور ټپیان شوي هم دي.
داغستان د مسلمانانو لوی نفوس درلودونکی دی چې د ګرجستان او اذربایجان له جمهوریت سره ګډې پولې لري.
تر اوسه کومې ډلې د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی؛ خو داعش تېره مارچ میاشت په مسکو کې د موسیقۍ پر یوه کنسرت د خونړي برید مسوولیت منلی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ