ads

له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو په اړه د بخښنې نړیوال سازمان اندېښنه

بخښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه څر ګنده کړې .

نویسنده: Azizi
1 چنګاښ 1403
له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو په اړه  د بخښنې نړیوال سازمان اندېښنه

یاد سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هغو افغان کډوالو په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو وضعیت ته پام وکړي چې له پاکستان څخه په جبري توګه ایستل کېږي.
د بخښنې نړیوال سازمان پر خپله ایکسپاڼه لیکلي له هغه راهیسې چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو ایستل پیل کړي، افغان کډوال په تېره ښځې او نجونې له یوه ناڅرګند راتلونکي سره مخامخ دي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو ادارې ویلي وو چې په تېرو اتو میاشتو کې تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال له پاکستانه په زوره افغانستان ته شړل شوي دي.
پاکستان د تېر کال له اکټوبر څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA