ads

د اقلیمي بدلون له کبله د افغان کډوالو ستونزې

په هېواد کې د اورښتونو دوام او د هوا د حالاتو له امله د رامنځته شوي ناورين په پراخېدو سره، د خوړو نړیوال پروګرام له پاکستانه د هغو راستانه کړل شویو افغانانو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې له دې امله زیانمن شوي دي.

نویسنده: Azizi
1 چنګاښ 1403
د اقلیمي بدلون له کبله د افغان کډوالو ستونزې

ډبليو اف ‌پي وايي، په افغانستان کې د اقلیم بدلون له کبله یو شمېر هغه افغانان چې له پاکستان څخه افغانستان ته په جبري ډول ستانه شوي، یوځل بیا له خپلو مېنو بې ځايه شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې په خپل یوه راپور کې اندېښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله اوس هم ډېر شمېر بې ځایه شوي او سېلاب ځپلي لو مړنیو خدماتو ته لس رسی نه لري، ځکه ډېری کلیو ته مواصلاتي لارې پرې شوې دي.
دې سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې وروستي ویجاړونکي سېلابونه ښايي په راتلونکو میاشتو کې لاپسې زیات شي او په ځپل شویو سیمو کې به د خوړو د نه خوندیتوب ناورین چې لا له وړاندې موجود و لا پسې زیات کړي.
د یادونې ده چې د سره صليب او سرې مياشتې نړیوال فدراسیون تېره پنجشنبې ویلي وو چې په افغانستان کې د سېلابونو له امله په اپرېل او مې مياشتو کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسان مړه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA