ads

په ننګرهار کې د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ننګرهار د کلیو او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د ډاکار موسسې په تخنيکي همکارۍ او د سعودي عربستان په مالي لګښت د خوږیاڼو ولسوالۍ لوخي سیمې اوسېدونکو ته  د پاکو اوبو یوه شبکه  تر جوړېدو وروسته پرانېستل شوه.

نویسنده: Azizi
28 غبرګولی 1403
په ننګرهار کې د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ننګرهار د کلیو او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د ډاکار موسسې په تخنيکي همکارۍ او د سعودي عربستان په مالي لګښت د خوږیاڼو ولسوالۍ لوخي سیمې اوسېدونکو ته  د پاکو اوبو یوه شبکه  تر جوړېدو وروسته پرانېستل شوه.

د ننګرهار کلیو او پرختیا ریاست رییس مولوي قسمت الله مبارز وايي، په یاده شبکه ۷ ملیون افغانۍ لګښت راغلی، چې ۸۱۶ کورنۍ  يې له پاکو اوبو برخمنې شوې.

نوموړي وويل:

«۸۱۶ کورنۍ به ترې ګټه اخلي انشا الله او د دې شبکې جوړیدو سره به  د پاکو اوبو په برخه کې د دې سیمې د اوسېدونکو ستونزې به حل شي لخیره»

د سيمې اوسيدونکې د پاکو اوبو د یادې شبکې له جوړېدو خوښ دي او له حکومت نه  د لا نورو مرستو غوښتنه کوي.

د خوږياڼو ولسوالۍ لوخي سیمې اوسېدونکی حامد وايي:

«د کلیو اوپرختیا ریاست او ډاکار موسسې نه ډېره مننه کوو، چې د پاکو اوبو دغه شبکه یې موږ ته جوړه کړه، موږ هیله لرو، چې په نورو برخو کې هم له موږ سره همکاري وکړي»

 بل لورته د ډاکار موسسې مسؤولین د سیمې له اوسېدونکو غواړي، چې د پاکو اوبو د یادې شبکې څخه سمه ساتنه وکړي.

د ډاکار موسسې استازی طیب الله سردارزی وايي، که په سم ډول یې ساتنه ونه شي؛ نو وېره شته، چې  د سیمې اوسېدونکي به بیا د پاکو اوبو له نشت سره مخ شي.

نوموړي زیاته کړه:

«زموږ هیله له ټولو ولسونو څخه دا ده، چې د دې شبکې سمه ساتنه وکړي او که ساتنه یې ونه شي  ښايي په لنډ وخت کې دوی بیا د پاکو اوبو له کمښت سره مخ شي»

 د یادونې ده، چې یاده شبکه د ۸۰ متره مکعب په اندازه کانکریتي ذخيره لري، چې تر ۸ کيلو متره واټنه پورې ترې له ۲۱۶ نلکو خلک استفاده کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA