ads

د زابل خلک: د وارداتي برېښنا پاتې چارې دې بشپړې شي

د افغانستان په جنوب کې پروت زابل هغه ولايت دی چې اوسيدونکي یې لاهم له  وارداتي بريښنا څخه بې برخې او  په لوړو لګښتونو د دولت له ډيزلي بريښنا څخه استفاده کوي.

نویسنده: Azizi
28 غبرګولی 1403
د زابل خلک: د وارداتي برېښنا پاتې چارې دې بشپړې شي

د افغانستان په جنوب کې پروت زابل هغه ولايت دی چې اوسيدونکي یې لاهم له  وارداتي بريښنا څخه بې برخې او  په لوړو لګښتونو د دولت له ډيزلي بريښنا څخه استفاده کوي.

د یاد ولايت اوسيدونکي وايي چې د د وارداتي بريښنا د نه شتون له امله په زابل کې تجارت په ټپه ولاړ دی او صنعتي فابريکې دومره توان نه لري چې په ډيزلي بريښنا دې فعاليتونه ترسره کړي.

ددې ولايت يو اوسيدونکي احسان الله کريمي وايي:«په زابل ولايت کې چې کومه بريښنا ده هغې د زابل ولايت ډيرې کمې ساحي ترپوښښ لاندي نيولي دي که چيرې وارداتي بريښنا وصل شي ډيری سيمې به تر پوښښ لاندې راشي او د خلکو ستونزې به حل شي.»

په زابل ولايت کې دامهال ددولتي ډيزلي بريښنا د يو کيلواټ قيمت ملکي خلکو ته په ۱۴ افغانۍ او د کارځايونو لپاره په ۳۵ افغانۍ دی.

خلک له دولت څخه غواړي چې په دې ولايت کې دې د وارداتي بريښنا چارې چې نيمګړې پاته دي بشپړې کړي.

د زابل يو بل اوسيدونکی عبدالقادر وايي که د وارداتي بريښنا نيمګړې چارې بشپړې شي د زابل ډير اوسيدونکي به له بريښنا څخه برخمن شي.

عبدالقادر:«په زابل ولايت کې دامهال دبريښنا د نه شتون له امله نه فابريکي نه کارخوني او صنعتي کارونه شته کچيري دغه واريداتي بريښنا وصل شي خلک به دلته فابريکي صنعتي پارکونه او  کارونه جوړي کړي.»

ځايي مسولين هم مني چې په دې ولايت کې دامهال ډيزلي بريښنا پر خلکو  په لوړ قيمت پلوري خو وايي چې هڅې يې پيل کړي ترڅو دې ولايت ته وارداتي بريښنا وصل کړي.

ددې ولايت د بريښنا امريت امر مولوي محمدولي شفيق وايي چې د وارداتي بريښنا لومړني کارونه يې خلاص کړي او پر پاته کارونو يې هم په چټکۍ کار روان دی.

شفيق:«د واريداتي بريښنا کارونه جريان لري چې مهال د قوټيشن کار جريان لري چې ډير کار يې خلاص شوی دی او لږ کارونه يې پاته دی هغه کارونه به يې هم شروع شي په قيمت کې به هم د واريداتي او ډيزلي بريښنا توپير وي.»

د زابل د اوسيدونکو په وينا چې که دولت د ډيزلي او واريداتي بريښنا د جوړيدو ترڅنګ د اوبو لوی  چيک ډيمونه جوړ کړي ورسره به د دي ولايت د خلکو د بريښنا ستونزې هم حل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA