امریکا، اوکراین او ناټو سازمان په اوکراین کې د اوربند لپاره د روسیې د جمهور رئیس وړاندیز شوي شرطونه رد کړل.
د امریکا د دفاع وزیر لوېډ آسټن په بروکسل کې د ناټو هېوادونو غونډې ته وویل چې د روسیې جمهور رئیس په غیر قانوني توګه د اوکراین خپلواکې سیمې نیولې دي او زیاتوي چې پوتین په داسې یوه موقف کې نه دی چې د اوکراین د سولې لپاره شرایط وټاکي.
نوموړي وویل، دوی په پوتین غږ کوي چې په اوکراین کې جګړه ودروي او د دغه هېواد خپلواکې سیمې پرېږدي.
د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي هم ویلي چې د اوربند لپاره د روسیې د جمهور رئیس وړاندیز داسې مهلت دی چې باور پرې نه شي کېدای.
تر دې وړاندې ولادیمیر پوتین ویلي وو چې مسکو به یوازې هغه وخت اوربند وکړي او د سولې خبرې پیل کړي چې اوکراین خپلې څلور سیمې پرېږدي او په ناټو کې د غړیتوب له هڅې لاس واخلي.
پوتین ویلي هر کله چې کیف دې کار ته چمتو شو او واقعّا د سرتېرو ایستل پیل کړي او په رسمي ډول له ناټو سره د یوځای کېدو پلان رد کړي، دوی به سمدستي په هماغه دقیقه کې اوربند وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ