ads

په زابل کې لسګونه پوليسو ته مسلکي روزنه ورکړل شوې.

په زابل کې امنيتي چارواکي وايي په تيرو دريو کلونو کې ۳۲۷۹ پوليسو ته مسلکي روزنه ورکړل شوې چې ورسره له خلکو سره د ښه چلند او امنيت په برخه کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

احسان الله ولسمل
24 غبرګولی 1403
په زابل کې لسګونه پوليسو ته مسلکي روزنه ورکړل شوې.

په زابل ولايت کې ځايي چارواکي وايي په تيرو دريو کلونو کې ۳۲۷۹ پوليسو په مسلکي ډول روزنه ورکړل شوې ده.
ددې ولايت د امنيه قومندانۍ وياند ذبیح الله جوهر وايي چې امنيتي پوليسو ته مسلکي روزنه ورکول ددې لامل شوې چې په امنيتي او جنايي پيښو کموالی راشي.
نوموړی وايي چې ياده قومنداني هڅه کوي تر څو په زابل کې ټولو پوليسو ته مسلکي روزنه ورکړي.
«د زابل ولايت امنيه قومندانۍ تراوسه پوري ۳۲۷۹ لوړ رتبه او ټيټ رتبه پوليسو ته په بیلابیلو برخو کې روزنه ورکړي ده دلته په زابل کې پوليسو ته په عقدوي،نظامي او ادارې برخو کې لنډ مهال او اوږدمهال سمينارونه جوړ شوي دي د پوليسو په ليکو کې هغه پوليس چې نالوستي وه پر چيک پاينټ به اوس ورته ډيره اساني وي.»
د دې ولایت اوسېدونکي هم وايي پوليسو ته مسلکي روزنه ورکول ددې لامل شوي چې دامنيتي ځواکونو او عامو خلکو ترمنځ همغږي ډېره شي.
د زابل ولايت اوسيدونکی نواب احمد په دې اړه وايي.
« پوليس په تيرو وختونو کې روزل شوي نه وو او په ټولنه کې د خلکو سره د ښه سلوک په اړه پوهاوی نه وه ورکول شوی اوس امنيتي ځواکونو په روزنې سره موږ هيله لرو چې په ټولنه کې به ډير زيات بدلون راشي او ټولنه به مو د سمون خوا ته ولاړه شي.»
په نظامي برخه کې کارپوهان هم د پوليسو مسلکي کيدل يو مهم ګام يادوي او وايي چې حکومت ته په کار ده تر څو ټولو پوليسو ته په نظامي برخه کې روزنه ورکړي.
د نظامي چارو کارپوه امين الله امين له حکومت څخه غواړي چې ټول هغه پوليس کوم چې د ګنې ګوڼې په ځايونو کې دندې لري باید د حکومت لخوا په نظامي برخه کې هراړخيزه روزنه ورکړي.
«کوم مهارت چې دی هغه يې ډير ښه زده کړی دی موږ د اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې دغه ډول زده کړي دي تر ليري پرتو سيمو او ولسواليو پوري هم وغځول شي ترڅو موږ په هره ډول سمبال او هره ډول مسلکي پوليس ولرو چې ولس د دوی څخه خوشحاله شي.»
داپه داسې حال کې ده چې په تيرو وختونو کې به خلکو په ښارونو کې د پوليسو د غير مسلکي کړونو څخه شکايتونه کول او د حکومت څخه يې غوښتنه کوله چې په هېواد کې دي ټولو نظامي کسانو ته روزنه ورکړل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA