ads

ننګرهار کې د ۱۳۰ جوړو ډليز واده ترسره شو

په ننګرهار ولايت کې د لومړي ځل لپاره د سيلاب خيريه بیسټ له لورې د ۱۳۰ جوړو ډله ييز واده ترسره شو.

سميع الله مبارز
19 غبرګولی 1403
ننګرهار کې د ۱۳۰ جوړو ډليز واده ترسره شو

په ننګرهار ولایت کې د سېلاب خیریه بنسټ له لوري د۱۳۰ جوړو د واده ډله ييز‌ مراسم ترسره شول.
د ياد بنسټ مشر سیداحمد سېلاب وايي، په ټولنه کې د ودونو د مراسمو لوړ لګښتونه، ډېر ولور، بې ځایه مصارف او ورته نور ناسم رواجونه لا هم په ټولنه کې شته دي، چې ځوانانو ته يې په ژوند کې لویې ستونزې جوړې کړې.
نوموړي وويل، هڅه کوي له دې لارې ناسم رواجونه له منځه يوسي، څو په ټولنه کې د ولور نه اخیستل عام شي.
سيلاب همدا راز زياته کړه، په دغه ډله ييز واده کې هرې جوړې ته تر ۲۰۰ قلمه د کور توکي او نور لوازم ورکړل شول.
« نن هم سيلاب خيريه بنسټ د ۱۳۰ جوړو چې د مختليفو اقوامو څخه دي د ډله ييز واده وياړ لري، دا هغه کسان دي، چې تر ۶ کلونو يې د کوژدې تېر شوي چې داسې زوم پکې شته چې د کوژدې ۱۴ کاله کيږي، چې د اقتصادي مشکلاتو د بدو رواجونو په ودونو کې د بې ځايه مصارفو له امله يې ودونه ځنډيدلي و او نشوای کولی، چې خپل د خوښۍ مراسم ولمانځي».
بل پلو د زومانو والدين د داسې ډله ییزو ودونو نه د هرکلي ترڅنګ د ناویانو له کورنۍ غوښته کوي، چې په ودونو کې د ډېرو لګښتونو څخه ډډه وکړي.
حاجي بادام ګل وايي شپږ کاله یې د لور د کوژدې کيدل، چې زوم يې د واده توان نه درلود او د دې ډله یيز واده له برکته يې ولور ورته معاف کړ.
« هغه خلکو دا ويل لرم چې په لور دې نه پيسې واخلي او نه بل څه، صرف د الله ج د رضا په خاطر دا کار وکړي، نو که داسې وشي نو مونږ به هم خوشحاله يو د زوم کور به هم خوشحاله وي نو مونږ ډېر خوشحاله يو».
په دې ودونو کې ګډون کوونکې جوړې، هم د ودونو د دا ډول مراسمو له ترسره کېدو هرکلی کوي.
د دوی په خبره دا هغه کسان وو، چې د اقتصادي ستونزو له امله یې د واده کولو توان نه درلود او په کلونو يې دې ورځې ته انتظار وکړ.
ددغو مراسمو یو ګډون وال چې بشير احمد نوميږي وايي، شپږ کاله یې له کوژدې تېر شوي و، د لوړ ولور او ناسمو راجونو له امله يې د واده کولو توان نه درلود.
« زه ډېر خوشحاله يم ځکه نن زما د زړه يو لوی ارمان پوره شو، ما باندې ۶ نيم لکه روپۍ وې ما يې وس نه درلوړد، چې ما واده کړی وای، او له هغو کورنيو څخه مې هيله ده، چې ولور اخلي بايد ورته کم کړي تر څو واده يې وشي، زمونږ په وطن کې کوژدن شوي ځوانان ډېر دې د همدې ولور له امله ورته يې وس نه کيږي، چې خارج هيوادونو ته پسې لاړ شي».
د يادونې وړ ده چې د سيلاب خيريه بنسټ دا لومړی ځل نه دی، چې ډله ییز ودونه کوي؛ بلکې له دې وړاندې يې هم د هيواد په نورو ولاياتو کې دا ډول ډله ييز ودونه ترسره کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA