ads

د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین د رسمیت پېژندنې غوښتنه

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

نویسنده: Kamran Ahmadzai
15 غبرګولی 1403
د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین د رسمیت پېژندنې غوښتنه

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دغو کارپوهانو په فلسطین کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون د دغه هېواد په رسمیت پېژندنه په منځني ختیځ کې د سولې د تامین لپاره یو مهم ګام بللی دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې د فلسطین په رسمیت پیژندل به د فلسطینیانو د حقونو او د ازادۍ او خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره د هغوی د مبارزې د تایید لپاره یو اقدام وي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ اسپانیا، ایرلنډ او ناروې هم فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژنده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA