ددوی په وینا ، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو زیانونه درانه دي او سېلاب ځپلي د اوږدې مودې لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، ګڼو ولایتونو ته د سېلاب ځپلو لپاره لومړنۍ مرستې لېږل شوې دي.
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنري وايي، وروستیو سېلابونو د ځاني تلفاتو تر څنګ خلکو ته نور زیانونه هم اړولي دي.
د غويي یا ثور له ۲۱مې د افغانستان شمال ختیځ، شمال او لوېدیځ ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهدان وو، چې سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او خلک یې په مالي لحاظ ډېر زیانمن کړي دي.
د یادونې ده چې افغانستان ته په وروستیو اوونیو کې اقلیمي بدلونونو زیات زیانونه اړولي او لا هم د دغو منفي بدلونونو زیانونه ګالي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ