یاد سازمان په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې وروستیو سېلابونو ۴۰زره ماشومان بېکوره کړي او لږ تر لږه ۲۰۰ کسان یې مړه کړي.
د روانې مې میاشتې په ۲۵مه د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف ویلي وو چې د مې مياشتې له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۷مې پورې د بغلان په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو ۴۴۹ تنه مړه کړي او ۱۷۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.
د یادونې ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول بغلان کې د روانې مې میاشتې په لومړیو کې سختو سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه واړول.
د روغتیا نړیوال سازمان هم تر دې وړاندې ویلي وو چې په دغو سېلابونو کې ښځې او ماشومان ډېر زیانمن شوي دي.