د امریکا جمهور ریس جو بایډن په خپله تلویزیوني وینا کې ویلي چې د اسرائیل لخوا نوې وړاندیز شوې طرحه درې پړاوه لري چې په لومړي کې به یې په غزه کې د شپږو اوونیو لپاره اوربند وشي او اسرائیلي ځواکونه به د غزې تړانګې د ټولو ګڼ میشتو سیمو څخه ووځي.
بایډن ویلي چې په همدې شپږو اوونیو کې به حماس او اسرائیل د تل پاتې اوربند په هکله خبرې اترې کوي او که چیرته خبرې اوږدیږي، د اوربند موافقه به پخپل ځای پاتې وي.
د موافقې په دریم پړاو کې د غزې بیا رغونه ده چې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ به کیږي.
نوموړي زیاته کړه چې د دې جګړې د پای ته رسیدو وخت راغلی اسرائیلو داسې وړاندیز کړی چې د ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدو او تل پاتې اوربند یوه طرحه ده.
بایډن پخپلو خبرو کې همدارنګه وویل چې په غزه کې د اوربند او سولې مسؤلیت اوس د حماس غورځنګ په غاړه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په ګډون په ډېر شمېر هېوادونو کې د اسراییلو خلاف مظاهرې وشوې او په فلسطین کې یې د نسل وژنې د بندېدو غوښتنه وکړه .