ads

د کابل اوسېدونکي په ښار کې د هوايي پلونو جوړېدلو ته خوښ دي

د کابل ښاروالۍ مسؤولین وايي، پلان لري چې سږ کال به د ښار په بېلا بېلو سیمو کې یو شمېر هوايي پلونه جوړ کړي، ترڅو خلکو ته له سرکونو څخه د تېرېدو پر وخت اسانتیاووې رامنځته شي

نویسنده: Kamran Ahmadzai
10 غبرګولی 1403
د کابل اوسېدونکي په ښار کې د هوايي پلونو جوړېدلو ته خوښ دي

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، روان کال پلان لري چې د شاوخوا  ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل په دویمې، پنځمې، شپږمې او لسمې ناحیو او یو شمېر نورو سیمو کې اته هوايي پلونه جوړ کړي.

«موږ سږ کال شاوخوا اته هوايي پلونه په پلان کې لرو چې د خلکو د تګ راتګ لپاره یې په مختلفو ناحیو کې لکه لسمه، دوهمه، پنځمه او شپږمه ناحیه کې جوړ کړو او د کال تر پایه به یې کار پای ته ورسېږي چې شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.»

بلخوا کابل ښاریان هم د یادو پلونو جوړېدل یو ښه اقدام ګڼي او وايي چې له دې سره به خلکو ته د تګ راتګ پر مهال ډېرې اسانتیاووې رامنځته شي.

د کابل ښار دوه اوسېدونکې شریفه او نجیب په دې اړه وايي.

«د هوايي پلونو جوړول یو ښه اقدام دی، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره چې کله ښوونځي ته ځي، په دې سره به خلکو ته سهولت رامنځته شي او تر ډېره به د ټرافیکي پېښو مخنیوی هم وشي.»

«دا یو ښه اقدام دي چې ښاروالۍ د کابل په ګڼ میشتو سیمو کې هوايي پلونه جوړ کړي او دا د ښوونځي د زده کوونکو لپاره هم ډېر ګټور دي چې له ټکرونو څخه بچ وي او ګڼه ګوڼه به هم ورسره کمه شي.»

ملالۍ هغه مور ده، چې ښوونځي ته د خپلو ماشومانو د تګ پر وخت اندېښمنه ده.

دا وايي، کله یې چې ماشومان ښوونځي ته ځي؛ نو د راتلو تر وخته یې له دې سره همدا اندېښنه وي، چې کومه ټرافیکي پېښه پرې ونه شي؛ خو اوس چې د هوايي پلونو خبر اوري خوښه ده او وايي چې په دې کار سره به نه ټول هغه ماشومان له ټرافیکي پېښو وژغورل شي، چې له لویو لارو تېرېږي.

«دا ښه کار دی چې هوايي پلونه جوړ شي، ځکه زما ماشومان چې کله ښوونځي ته ځي نو زه وېرېږم چې موټر یې ونه وهي.»

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاروالۍ تر دې وړاندې ویلي و چې د ۶.۴ میلیارده افغانیو په لګښت روان کال په کابل ښار کې ۱۶۵پروژې عملي کوي چې ۲۵۰زره کسانو ته به د کار زمینه هم په کې برابره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA