بلخوا د ړنګ شوي پارلمان ۱۲۹ غړو ویلي دي چې بیا ځانونه نه کاندیدوي، په دوی کې یې ۷۷ د حاکم ګوند استازي دي، چې دا ډول تګ یې بېساری بلل کېږي.
د ټاکنو د نېټې له اعلان وروسته ریشي سوناک د هېواد بېلابېلو برخو ته سفرونه وکړل او خپل محافظه کاره ګوند یې یو خوندي انتخاب ګڼلی دی.
شنونکي وایي چې هغه دا کار د واک د بیا ترلاسه کولو لپاره کړی دی.
په دغه هېواد کې د کاندیدانو ترمنځ تلویزوني مناظرې هم پيل کېږي او اوله مناظره یې د سه شنبې په ورځ په ITV کې پلان شوې ده.