ads

جوزجان کې د للمي غنمو حاصلات زیات شوي

سږکال د جوزجان ولایت په غرنیو ولسوالیو کې په زیاته پیمانه للمي غنم کرل شوي، چې په حاصلاتو کې تېر ته په کتو ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

احمدالله ستانکزی
10 غبرګولی 1403
جوزجان کې د للمي غنمو حاصلات زیات شوي

د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې پرله‌پسې ډېر موسمي ورښتونه او ښه اقلیم ددې لامل شوی، چې سږکال د تېرو کالونو په پرتله د للمي غنمو په حاصلاتو کې ډېروالی راشي.

د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو توکو د ترویج مدیر مولوي عبدالجبار خطاب وایي، چې په ۱۴۰۳ کال کې کروندګرو په څه باندې ۲۳ زره هکټاره ځمکه باندې للمي غنم کرلي او په خبره یې، چې وروستیو ورښتونو د غنمو طبیعي افتونه له منځه وړي او هیله لري، چې ښه حاصلات به ترې تر لاسه کړي.

د نوموړي په خبره، تېر کال په دغه ولایت کې پر ۱۵ زره  هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي و او څه باندې ۴۰ زره ټنه غنم ترې لاسته راغلي و.؛ خو سږکال په ۲۳ زره هکټاره ځمکه للمي غنم کرل شوي، چې نږدې ۷۰ زره ټنه غنم ترې تر لاسه کېږي..

« د جوزجان ولایت په کچه په ۲۳ زره او ۴۳۰ هکټاره ځمکه باندې للمي غنم کرل شوي دي. موسمي ورښتونه ډېر وو، سږکال په سلو کې اتیا فیصده د غنمو حاصلات ډېر دي.»

بلخوا د جوزجان ولایت یو شمېر کروندګر وایي، چې د روان کال په ترڅ کې د پرله‌پسې ورښتونو له امله په دغه ولایت کې د للمي غنمو کرکېله زیاته شوې ده.

دوی وایي،  ورښتونو د یوه ښه کال لپاره هیله‌من کړي نو ځکه یې زیات کښت کړی.

کروندګر شرف الدین او روح الله وایي، چې د للمي کښت او حاصلاتو ډېرېدل د دوی د اقتصادي وضعیت د ودې لامل شوي او بازار ته یې اړتیا کمه شوې ده.

« پخپلو کروندو کې مو غنم، اوربشې، زیره او نخود کرلي دي او هرڅه ښه دي. سږنی کال ډېر ښه کال دی، چې یو یا دوه بارانه وشي؛ نور هېڅ کمی نشته دی.»

« موږ نور کار‌و بار نه لرو، دا ځمکه چې لرو پر هغو بوخت یو، که اوبه ډېرې وي د کورنۍ لګښتونه مو څه ناڅه پوره کېږي، سږ کال ډېر ورښتونه وشول، ما خپلې ډېرې ځمکې للمي کرلې دي

د کوکنارو د کښت مخنیوی، د کرنیزو سیمو زیاتوالی، د غنمو د کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو پر وخت وېشل، د کرنیزو وسایلو او ماشینونو د وېش له لارې له بزګرانو سره مرسته، د بزګرانو هڅونه او اطلاع رسونه هغه لاملونه دي، چې ورسره سږکال د غنمو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA