ads

اردغان: غزه کې د ملګرو ملتونو ماهیت له منځه تللی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د غزې په اړه په ملګرو ملتونو انتقاد وکړ او پر “اسلامي نړۍ” یې غږ وکړ چې د اسرائیل وروستي خونړي برید ته غبرګون وښيي.

نویسنده: Kamran Ahmadzai
10 غبرګولی 1403
اردغان: غزه کې د ملګرو ملتونو ماهیت له منځه تللی

اردوغان د خپل عدالت او پرمختګ ګوند وکیلانو ته په وینا کې ویلي چې ملګري ملتونه په غزه کې حتی د خپلو کارکوونکو ساتنه هم نه شي کولی او زیاتوي چې  په غزه کې د ملګرو ملتونو ماهیت له منځه تللی دی.

د ترکیې ولسمشر پر اسلامي هېوادونو باندې د اسرائیل برید ته د همغږۍ غبرګون نه ښودلو له کبله نیوکه وکړه.

اردوغان د خپلو خبرو په دوام وویل چې اسرائیل نه یوازې غزې بلکې ټول انسانیت ته ګواښ دي او ویې ویل چې اسراییل د ټولې نړۍ پر وړاندې نسل وژنه کوي.

اردوغان دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې په ورځ د غزې په رفح کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو په یو کمپ باندې د اسرائیل د خونړي برید په اړه، چې ۲۱ کسان پکې ووژل شول، د بحث لپاره غونډه وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA