ads

بې ځایه شوي افغان کډوال په لوړه کچه د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري  وايي، په افغانستان کې بېځايه شوي خلک د اقلیمي بدلون له امله له سختو زیانونو سره مخ دي

نویسنده: Kamran Ahmadzai
1 غبرګولی 1403
بې ځایه شوي افغان کډوال په لوړه کچه د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دي

یو  ان ایچ سي آر  پر خپله ایکس‌پاڼه  اندېښنه څرګنده کړې چې اقلیمي بدلون به په نړۍ کې لویې ویجاړۍ رامنځته کړي.

یاد سازمان د افغانستان په شمال ختیځ کې وروستیو سېلابونو ته په اشارې سره ویلي چې راوتلو سېلابونو کلي په بشپړه توګه له‌منځه وړي او سلګونه کسان یې مړه او ټپيان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اقلیمي بدولون له کبله د وروستیو ورښتونو له کبله د راوتلو سیلابونو په پایله کې تر پنځه سوو ډېر کسان وژل شوي، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او زرګونه کورونه نړېدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA