په یاده پېښه کې د ابراهیم رییسي او عبداللهیان په ګډون د تبرېز د جمعې امام ایت الله هاشم، د تبرېز والي مالک رحمتي، د ولسمشر د ځانګړو ساتونکو مشر، د سپاه انصار المهدي ځواکونو یو غړی، پيلوټ او ورسره همکار او د چورلکې تخنیکي مسؤل هغه کسان دي چې په دې پېښه کې وژل شوي دي
. دا په داسې حال کې ده چې د دغو دوو لومړی درجه چارواکو له مړینې وروسته د ایران د دولت پلاوي بېړنۍ غونډه نیولې او پرېکړه شوې چې بل ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې به د ولسمشر رییسي لومړی مرستیال محمد مخبر د ۵۰ ورځو لپاره د ولسمشرۍ چارې پر مخ وړي.
بل لور ته تسنیم خبري اژانش لیکلي؛ یوه شورا چې د قضایه قوه مشر، د ولسي جرګې رییس او د ولسمشر د لومړي مرستیال څخه جوړه ده؛ مکلفه ده چې په وروستیو ۵۰ ورځو کې د ولسمشر د ټاکلو لپاره زمینه برابره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ