ads

مالدارانو ته د شیدو د پروسس وسایل ورکړل شول

د نورستان ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست په همغږۍ د ملګرو ملتونو او کرنې او خوراک سازمان يا FIo له خوا او چاپېريال ساتنې نړيوالې ادارې په مالي لګښت د ياد ولایت په مرکز او ولسواليو کې شاوخوا ۳ زره مالدارانو ته د شيدو د پروسس وسايل ووېشل شول.

سمیع الله مبارز
25 غویی 1403
مالدارانو ته د شیدو د پروسس وسایل ورکړل شول

د دغه ولايت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریيس سليمان ايمن وايي، هدف يې د دغو وسايلو له وېش څخه د مالدارۍ عصري کول دي.
نوموړی وايي:
« څه دپاسه ۳ زره مالدارانو ته دغه وسايل ورکول شول، چې څه دپاسه دوه ميلیويونه افغانۍ لګښت پرې راغلی. دا ۹۰ ماشينونه دي، چې په مرکز او وما ولسوالۍ کې توزيع کېږي. په همدې هڅه کې يو چې څنګه زموږ مالداري عصري شي.»
د دغه ولايت د مالدارۍ شورا غړي له يادې مرستې څخه خوښي څرګندوي او زياتوي چې حکومت دې ورسره د بازار موندنې په برخه کې هم همکاري وکړي، څو لاسته راغلي محصولات يې په بازار کې په ښه بيه وپلورل شي.
د دغې شورا غړي نعمت الله او غني خان يې په اړه وايي:
« دغه کوم وسايل چې د «ایف ای او» لخوا مالدارانو ته ورکړل شول، دا نورستان د مالدارانو ورته ضرورت درلوده. په دغه برخه کې به زموږ د مالدارانو ډيرې ستونزې ورسره راکمې شي».
« موږ مناسب بازار نلرو مونږ ته بايد یو مارکيټ جوړ شي، چې مونږ ورته هلته شيدي د خرڅ لپاره یوسو نور لکه کوچ، پيروی او نور يوسو،
د دغه ولايت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ايمن بيا مالدارنو ته د بازار موندنې او مناسب مارکيټ د پیدا کولو په برخه کې د لازمو اقداماتو د ترسراوي ډاډ ورکوي.
نوموړی وایي:
« د بازار موندنې لپاره مو هم کوښښ کړی، وزارت سره مو هم خبره شريکه کړې وه او همکارو موسيساتو سره مو هم خبره شريکه کړې ده. سږ کال به ورته په پارون کې د لبنياتو د پروسس او پلور دوکانونه جوړ شي.»
د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست د مسؤلينو په خبره، په دغه ولايت کې د پخوا پرتله د مالدارۍ وضيعيت ښه شوی او اوس مهال دوه ميليونه بېلا بېل ډوله څاروي شتون لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA