ads

د صنعت اوونۍ په نندارتون کې د ښځینه ګډونوالو غوښتنې

د صنعت اوونۍ په پیل شوي نندارتون کې د نارینه وو تر څنګ یو شمېر ښځینه وو هم ګډون کړی او د دولت له لوري دوی ته په دغسې نندارتونونو کې د ګډون پر اسانتیا خوښي څرګندوي.

نازو عمري
25 غویی 1403
د صنعت اوونۍ په نندارتون کې د ښځینه ګډونوالو غوښتنې

دوی همدارنګه له دولت څخه د کاري جوازونو او نورو اسانتیاوو رامنځته کېدو غوښتنه کوي. د دغه نندارتون یوه ګډونواله ارزو سادات وایي:
«د خوښۍ ځای دی چې اسلامي امارت زموږ ملاتړ کړی، خو د جوازونو په برخه کې دې موږ ته آسانتیاوې برابر ې کړي.»
د دغه نندارتون یوه بله ګډونواله او د لاسي صنایعو او نورو خوارکي توکو سوداګره کریمه پوپلزۍ له اسلامي امارت څخه دوی ته د بېلابېلو کارخونو او نورو سترو کارځایونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
هغه وایي:
«زه له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوم چې موږ ته دې د توکو د تولید دستګاوې او مارکیټونه جوړکړي، تر څو موږ وشو کولای چې خپل محصولات په سمه توګه بازار ته وړاندې کړو.»
په یاد نندارتون کې مې یوه بله داسې نجلۍ پیدا کړه چې په لاسونو او پښو معلوله ده، خو خپل همت یې له لاسه نه دی ورکړی او د نقاشۍ هنر ته یې مخه کړې ده.
که څه هم د زهرا محمدي لاس او پېښې د کار کولو جوګه نه دي، خو د خولې په مرسته یې د نقاشۍ جوړ شوي بېلابېل اثار او توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.
دا نجلۍ له کاپیسا ولایت څخه دغه نندارتون ته راغلې او وایي:
«اته کاله کېږي چې له کوم استاد پرته له ځان سره کار کوم، دا زما درېیم نندارتون دی چې برخه په کې اخلم. که مې څوک ملاتړ وکړي او یا نوره هم وهڅول شم، کېدای شي داسې نقاشي وکړم چې بېسارې وي.»
ملکه ولي زاده له پروان څخه دغه نندارتون ته راغلې وایي، د ښځینه سوداګرو په ليدو ډېره خوشحاله ده او هیله لري چې په راتلونکي کې نوموړې په یاد نندارتون کې د یوې سوداګرې په توګه ګډون وکړي.
«د ښځو شتون دلته ماته ډېره انرژي راکوي؛ زه هیله لرم چې په راتلونکې په دې نندارتون کې د یوې سوداګرې په حیث ګډون ولرم.»
د یادولو وړ ده چې دغه نندارتون د یکشنبې په ورځ په کابل کې د حکومتي مسوولینو او بهرنیو مېلمنو په شتون کې پرانیستل شو چې د یوې اوونۍ لپاره به دوام وکړي.
د دغه نندارنون د پیل په مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي قدرت الله جمال ویلي چې له کابل او ګڼو ولایتونو څخه ګډونوالو په ۴۵۰ غرفو کې خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.
«دغه نندارتون د یوې اوونۍ لپاره جوړ شوی دی، چې د کابل تر څنګ د نورو ولایتونو سوداګرو په ۴۵۰غرفو کې خپل بېلابېل توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د نارینه‌وو تر څنګ ۲۰۰ښځینه سوداګرو هم په یاد نندارتون کې ګډون کړی او بېلا بېل توکي یې نندارې او خرڅلاو ته وړاندې کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA