ads

برېښنا شرکت څه باند ۲۴۴میلیونه ډالر پورونه ادا کړي

د برېښنا شرکت مسؤولین په تېر کال کې د ګاونډیو هېوادونو او کورنیو شرکتونو د ټولو برېښنا پورونو د ورکړې خبر ورکوي.

اسلام الدین احمدي
18 غویی 1403
برېښنا شرکت څه باند ۲۴۴میلیونه ډالر پورونه ادا کړي

د یاد شرکت مسوولینو د سه شنبه په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل چې په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، ایران او په کور دننه د برېښنا وارداتي شرکتونو ۲۴۴.۷ میلیونه امریکايي ډالر او ۴۳۲.۹ میلیونه افغانۍ پورونه ورکړي دي.
د برېښنا شرکت عملیاتي چارو رییس عبدالرحمن رحماني په همدې مناسبت خبري کنفرانس ته وویل، د برېښنا شرکت د رهبرۍ په هڅو یاد شرکت وکړای شول چې د نړیوال بانک له مشرتابه سره په افغانستان کې د کاسا زر پروژې پاتې چارو د بشپړېدو هوکړه لاسلیک کړي.
نوموړی وايي:
«اوس مهال د کاسا زر پروژې کارونه ۷۲ فیصده بشپړ شوي، په کور دننه د ۹۰میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د دغې پروژې چارې پاتې، چې په راتلوونکو دوو کلونو کې به بشپړې شي.»
د یاد شرکت ویاند حکمت الله میوندي هم خبري غونډې ته وویل چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له کبله اوس مهال په ټول هېواد کې ۲۴ساعته مسلسله برېښنا لرو چې په دې سره د صنعت کارانو ستونزې هم هوارې شوې دي.
میوندي زیاته کړه، برېښنا شرکت هڅه کوي چې په راتلونکي کې له کورنیو سرچینو څخه په استفادې په کور دننه د برېښنا تولید ظرفیت لوړ کړي.
«موږ د ۲۲ میګاواټه لمریزې برېښنا یو تړون لاسلیک کړ چې د کابل په سروبی ولسوالۍ کې به په یوهٔ کال کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. باوجود د دې چې موږ خپله ټوله پاملرنه دې ته کړې چې له داخلي سرچینو څخه د تولید کچه زیاته شي، دې ته مو هم پام دی چې خصوصي سکټور ته هم د پانګونې زمینه برابره شي.»
د برېښنا شرکت د سوداګرۍ ریاست مرستیال میرویس عطايي وویل، په تېر یو کال کې یې د برېښنا له لګښتونو څخه ۳۷.۸ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، پر یو شمېر زورواکو او سیاسیونو ۴۷۸میلیونه افغانۍ پاتې وو چې ۱۸۶ میلیونه ترې راټول شوي دي.
«دا چې راتلونکی پلان به د دوی لپاره څه وي، یاده موضوع د اسلامي امارت رهبرۍ ته سپارل شوې او د هغوی وړاندیز دا و چې موضوع باید له دارالافتاء سره شریکه شي. له پرېکړي وروسته به په ډاګه شي چې څه ډول اوصولي له دوی څخه وشي.»
د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، تېر کال کې د څه باندې ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا د ۱۰۴ پروژو تړونونه هم لاسلیک شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA