په کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې «رافیلا یودوچي» پر ایکس پاڼه لیکلي چې دا مرسته کابل ته د اروپايي ټولنې د مرکزي اسیا څانګې د مشر «پاتریس اوستبیس» د سفر پر مهال شوې ده.
که څه هم د اقلیم بدلون په برخه کې د افغانستان ونډه په نشت حساب ده، خو بیا هم افغانستان د هغو هېوادونو په قطار کې راځي چې د اقلیمي بدلونونو له کبله سخت زیانمن شوی دی.
تر دې وړاندې هم اروپایي ټولنې له هغو کډوالو سره چې تازه له پاکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راغلي، د ۱۷میلیونه یورو مرسته اعلان کړې وه.
په همدې حال کې مسوول چارواکي له نړیوالو غواړي چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي.