ads

د فوټسال لوبډلې د بریا تود هرکلی

تېره ورځ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوې په زړه پورې او بېسارې لوبه کې د قرغیزستان لوبډلې ته په پنځو ګولونو ماتې ورکړه او په دې سره یې د ۲۰۲۴میلادي کال د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

فرشته خرمي
10 غویی 1403
د فوټسال لوبډلې د بریا تود هرکلی

هېوادوال نړیوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلې په ورتګ ډېر خوشحاله دي او وایي، تمه شته چې دغه لوبډله به یو وخت افغانستان ته نړیوال جام هم راوړي.
دوی زیاتوي، دا لومړی ځل دی چې افغانستان د نړۍ د پیاوړو لوبډلو ترڅنګ په نړیوال جام کې لوبېږي.
د کابل ښار اوسېدونکی محمد په دې اړه وایي:
«نړیوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلې لاره موندل ډېر د خوشحالۍ ځای دی. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د فوټسال لوبډله نړیوال چام ته لاره پیدا کوي.»
د فوټسال مینه واله عزیزه هم د فوټسال لوبډلې پر پرونۍ بریا خوشحاله ده او وایي، دا لوی ویاړ دی چې د افغانستان د فوټسال لوبډله به سږ کال د فوټسال په نړیوال جام کې ولوبېږي:
«د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې پرونۍ بریا سبب شوه چې افغانستان په لومړي ځل د ۲۰۲۴کال نړیوال جام ته لاره پیدا کوي. زه ډېره خوشحاله یم او دا د ټولو افغانانو لپاره ډېر د وړیا ځای دی.»
د کابل ښار بل اوسېدونکی رفیع هم د دې بریا په اړه خپل احساسات داسې څرګندوي:
«دا چې د فوټسال ملي لوبډلې نړیوال جام ته لاره ومونده، ډېر خوښ يم، ځکه دا لومړی ځل دی چې افغانستان نړیوال جام ته لاره پیدا کوي. د لا ډېرو بریاوو په هیله.»
د ورزش برخې ماهرین بیا وايي، لوبغاړو ته باید ښه امکانات برابر شي، تر څو په ملي لوبډلو کې ښه وځلېږي او افغانستان ته دا ډول نور ویاړونه هم ور په برخه کړي.
د ورزش یو تن استاد ابراهیم ستاره په دې اړه وايي:
«دا د دولت مسوولیت دی چې لوبغاړي له هر اړخه حمایه کړي، هغوی ته هر ډول مادي او نور امکانات چمتو کړي، ځکه لوبغاړي باید د رواني لحاظه ارام وي ترڅو په ښه ډول تمرینونه ترسره کړي.»
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د المپیک ملي کمېټې مسوولینو نظرونه هم واخلو، خو له هڅو سره سره یې زموږ اړیکو ته ځواب رانکړ.
تر دې وړاندې د یادې کمېټې عمومي رییس احمدالله وثیق د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د درېیم پړاو د پیل په مراسمو کې ویلي وو چې په دې وروستیو کې د دولت له لوري د وزرش برخې ته ځانګړې پاملرنه شوې، نو ځکه د هرې برخې لوبغاړي ښې لوبې کوي او هېواد ته ویاړونه راوړي.
په پام کې ده چې د ۲۰۲۴میلادي کال د فوټسال نړیوال جام لوبې د همدې کال په سپټمبر میاشت کې په ازبکستان کې ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA