یادې ادارې د خبرپاڼې په خپرولو سره نن یکشنبه د ثور ۹مه په بېلابېلو سیمو کې د ورښت اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر سیمو او مرکز کې د ٢٠ او ٨٠ کيلومترو په سرعت سره د قوي بادونو لګېدو احتمال هم ورکړى دى.
یاده دې وي چې وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
په تازه پېښه کې پرون مازدیګر مهال د کابل جلال آباد پر لویه لار د درونټې په سیمه کې د غره ښوييدو په پېښه کې څلور تنه هېوادوال وژل شوي دي.