د یونېسف استازي تاج الدین اويوالي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه مرستندویان د وروستیو سېلابونو او اورښتونو له کبله زیانمنو شویو ته لومړنۍ مرستې، د څښاک پاکې اوبه او د خوندیتوب بستې هم برابروي.
نوموړي په افغانستان کې د سېلابونو د زیانونو په اړه خواشیني ښودلې او زیاتوي چې، اغېرمن شويو کسانو سره باید مرستې وشي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې خپل خپلوان یې په دغو سېلابونو کې مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هواپېژندنې ریاست وايي، د یکشنبې تر ورځې به د افغانستان په ۲۹ ولایتونو او همداراز سالنګونو کې اورښت دوام وکړي.
د راپورونو له مخې د وروستیو ورځو د سېلابونو او اورښتونو له کبله ۷۰ تنه مړه شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.