ads

خوراکي توکو ته لاسرسی د افغانانو تر ټولو جدي اړتیا

ملګري ملتونه په افغانستان کې خوراکي توکو ته د میلیونونو افغانانو لاسرسی تر ټولو جدي اړتیا ګڼي.

نویسنده: Kamran Ahmadzai
1 غویی 1403
خوراکي توکو ته لاسرسی د افغانانو تر ټولو جدي اړتیا

د ملګرو ملتونو د تازه خپاره شوي راپور له مخې ډېری افغانان د خوراکي توکو، کور او روغتیايي خدمتونو د تامينولو توان نه لري او له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي.
یاد سازمان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳م کال د کلني راپور د پایلو په خپرولو سره ویلي چې اوسمهال میلیونونه افغانان خوراکي توکو ته لاسرسی د دوی تر ټولو اړینه اړتیا بولي.
د دغه راپور له مخې، سږ کال به په افغانستان کې شاوخوا ۱۵،۸ میلیونه وګړي د خوړو د خوندیتوب له بېړنۍ کچې او ناورین سره مخامخ شي.
د ملګرو ملتونو په کلني راپور کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د جبري ایستلو او طبیعي پېښو په ګډون ګڼو ستونزو ته په اشارې سره له افغانستان څخه د نړیوالو ملاتړ او د دوامداره ګډون پر اړتیا ټینګار شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې بشري وضعیت هغومره هم خراب نه دی لکه څنګه چې د نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې ښودل شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA