په ګجرات لوبډله کې درې افغان لوبغاړي راشد خان، نور احمد او عظمت الله عمرزی هم لوبېږي چې په پرونۍ لوبه کې راشدخان او نور حمد اخیستل شوي وو او تر نورو یې ښه لوبه وکړه.
یادې لوبډلې تېره شپه د ډیلي کپیټلز لوبډلې پر وړاندې سیالي ترسره کړه، چې ټوله لوبډله یې په ۸۹ منډو وسوځېده.
د ګجرات لپاره راشد خان تر نورو زیاتې ۳۱ منډې وکړې، خو نور احمد لکڼوال بیا په یوه منډه وسوځېد.
ډیلي لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په نهم اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
ټاکل شوې چې نن په دغو سیالیو کې ممبي اینډینز لوبډله د سنرایزر حیدر اباد پر وړاندې سیالي ترسره کړي.