ads

د بلخ ځوانان د کرکټ معیاري لوبغالی غواړي

په دې وروستیو کې د بلخ ولایت ګڼ شمېر ځوانانو د خپلې لېوالتیا له مخې د کرکټ لوبې ته مخه کړې؛ خو د معیاري لوبغالي، مجهزې اکاډمۍ او د ورزشي امکاناتو له نشت او دغه راز د حکومتي مسوولینو د نه پاملرنې له کبله شکایت کوي.

احمدالله ستانکزی
5 وری 1403
د بلخ ځوانان د کرکټ معیاري لوبغالی غواړي

دوی وایي، له نږدې یوې لسیزې راهیسې یې په پر له پسې ډول د کرکټ لوبې ترسره کړې او د یوه منظم لوبغالي د جوړېدو غوښتنه یې کړې؛ خو په خبره یې چې هېچا یې غږ نه دی اورېدلی.
د بلخ ولایت د کرکټ لوبډلې یو تن لوبغاړی اسدالله متاڼی وایي، که ملاتړ یې وشي وبه کولای شي، چې د هېواد تر ملي ټيم پورې ورسېږي او د وطن لپاره به ښه استازیتوب وکړای شي.
«د بلخ په کرکټ کې بې انتها مشکلات ډېر دي؛ خو زیات شمېر تکړه لوبغاړي دلته شته دي. دا ټولو ته مالومه ده، چې زموږ لوبغالی شاړ او ویجاړ پروت دی. موږ بلکل په بلخ کې اکاډمي نلرو، لوبغاړي خوست، کابل، کندوز او یا ننګرهار ته ځي. که څه هم مسوولینو ژمنه کړې؛ خو موږ ترې جدي غوښتنه کوو، چې موږ ته دې معیاري او اساسي میدان جوړ کړي»
له هغې ورځې، افغانستان کې د کرکټ لوبه پیل شوې، ملي لوبډلې په نړۍوالو ډګرونو کې بریاوې ترلاسه کړي او د هېواد نوم یې په نړۍ کې ښه ځلولی، له همدې کبله له کرکټ سره د افغانانو مينه پیدا شوې او ورځ تر بلې د غوړېدو په حال کې ده.
په همدې حال د بلخ ولایت د کرکټ یو بل لوبغاړی سلطان محمد ابراهیم خېل وایي، چې په دغه ولايت کې پیاوړي لوبغاړي شته چې د يادو ستونزو په شتون کې ځوان استعدادونه پټ پاتې شوي دي.
هغه د شته ستونزو پر حل ټينګار کوي او د کرکټ بورډ له مسوولينو غوښتنه کوي، چې د يادو ستونزو ته پاملرنه وکړي.
« ستونزې خو ډېرې زیاتې دي، که پوره کېدو وي؛ خو نه پوره کېږي، موږ له ډېر وخت نه وایو چې میدان او اکاډمي راته جوړې کړې؛ خو متآسفانه هېڅ هم نشته دي، که وګورو تاسې خوست، کندز، کندهار او ننګرهار ته لاړ شئ او وګورئ ټول میدانونه چمن دي او امکانات ورته شته دي. له دې ټولو سره بیا هم موږ په ولایتي سیالیو کې ګرېډ ټو ټاپ کړې او ګړېډ ون ته مو لاره پيدا کړه. هیله لرو چې دې ولایت ته کرکټ بورډ ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه ښه ښه لوبغاړي لري»
بلخوا د بلخ ولایت د کرکټ آمریت مسوول چارواکي شته ستونزې تاییدوي او وایي، چې دغه موضوع یې له کرکټ بورډ سره شریکې کړي او هغوی ورته د یادو ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.
په یاد ولایت کې د کرکټ ولایتي استازی محمدالله ثابت وایي، چې د ځوانانو د تشویق او هڅونې لپاره یې په مزارشریف ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام ترسرلیک لاندې د کرکټ لس اوریزه سیالۍ پیل کړي دي.
« که وګورو واقعاُ هم دلته ستونزې ډېرې دي او لوبغاړي له ګڼو اقتصادي او د امکاناتو له نشت سره مخ دي. موږ تازه د رمضان جام په نوم سیالۍ د لوبغاړو لپاره پیل کړي، په دې ټورنمنټ کې شپږ لوبډلې دي، هر ټيم به درې – درې لوبې کوي او لس ورځې به دوام وکړي، د دې لوبو موخه د کرکټ بورډ لخوا د راتلونکي انټرکلب سیالیو لپاره د ځوانانو چمتوالی دی»
تردې وړاندې هم په بلخ ولايت کې څو ځله د کرکټ لوبغاړو د يادو ستونزو د حل غوښتنې کړې وې؛ خو د دوی په وینا د کرکټ بورډ ادارې مسوولينو په ځلونو ورسره ژمنې کړي، چې په دې ولايت کې به د کرکټ لپاره يو مناسب لوبغالی او اکاډمي جوړوي؛ خو له دې ټولو سربېره يادې ژمنې پر خپل ځای پاتې دي او لوبغاړو ته په هېڅ برخه کې کار نه دی شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA