ads

د افغانستان او هند ترمنځ د فوټبال لوبه مساوي پای ته ورسېده

د هند او افغانستان ترمنځ د تېرې شپې فوټبال سیالي مساوي پای ته ورسېده

کامران احمدزی
3 وری 1403
د افغانستان او هند ترمنځ د فوټبال لوبه مساوي پای ته ورسېده

دا سیالي چې د اسیا ملتونو جام لپاره د لارموندنې درېیم پړاو په موخه ترسره شوې وه، دواړه لوبډلې په کې ونه توانېدلې، چې کوم ګول ترسره کړي.

ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به دویمه لوبه د روانې مارچ میاشتې په ۲۶مه نېټه د هند په اندرا ګاندي لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان لاهم په خپل ګروب کې څلورم ځای لري.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې له قطر او کوېټ سره هم سیالۍ ترسره کړې وې، چې دواړه یې بایللې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA