ads

کرکټ بورډ له اتصالات شبکې سره تړون لاسلیک کړ

د اتصالات مخابراتي شرکت او د افغانستان کرکټ بورډ ترمینځ د همکارۍ یو تړون لاسلیک شو چې له مخې به یې اتصالات په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې رسمي مالي ملاتړی (سپانسر) وي.

کلید
1 وری 1403
کرکټ بورډ له اتصالات شبکې سره تړون لاسلیک کړ

د دغه مخابراتي شبکې د معلوماتو له مخې، دغه تړون د ۲۰۲۴ میلادي کال د مارچ پر ۱۸مه په شارجه کې لاسلیک شو او موخه یې په هېواد کې د لوبو او لوبغاړو هر اړخیز ملاتړ دی.
د یاد تړون د یوې برخې په توګه، د اتصالات سوداګریز نښان (لوګو) به د کرکټ ملي لوبډلې پر کمیس باندې ښودل کیږي، چې په افغانستان کې د لوبو د ملاتړ لپاره د اتصالات ژمنتیا څرګندوي.
د افغانستان د اتصالات سوداګریز مشر ښاغلي عبدالله جابر وویل، موږ ویاړو چې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره چې د افغانستان د یووالی نښه ده ملګرتیا کوو، له دې لوبډلې سره زموږ مالي ملاتړ د لوبو او لوبغاړو د ملاتړ لپاره زموږ د ژورې ژمنې ښکارندويي کوي.
په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ د یادې ملګرتیا او د اتصالات له دوامداره او ارزښتناکو مرستو څخه مننه وکړه. د افغانستان کرکټ بورډ مشر ښاغلي میرویس اشرف وویل، «موږ د اتصالات سره په همکارۍ خوښ یو او له مرستې یې مننه کوو.»
ښاغلي اشرف همدارنګه زیاته کړه، دا ملګرتیا موږ ته دا ځواک راکوي چې په نوې انرژي سره خپلې موخې وڅارو او خپل هیواد او ولس ته په نړیوالو ډګرونو ویاړونه راوړو.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی چې اتصالات د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره همکاري کوي. اتصالات په تیرو وختونو کې هم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې رسمي مالي ملاتړی پاتې شوی دی او په هیواد کې یې د کرکټ په وده کې مهم رول لوبولی دی
اتصالات افغانستان د اتصالات ګروپ یوه څانګه ده، چې د نړۍ یو له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې مرکزي دفتر یې په متحده عربي اماراتو کې موقعیت لري. اتصالات افغانستان په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې او په لنډ وخت کې په افغانستان کې دیره چټکه وده وکړه چې اوس مهال له ۷میلیون څخه ډیر پیریدونکي لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA