ads

اسټراليا يو ځل بيا له افغانستان سره لوبې وځنډولې

ټاکل شوې چې وه چې د افغانستان او اسټراليا ترمنځ د روان کال په اګېسټ مياشت کې د درېيو شل اوريزو سياليو سیریز ترسره شي، خو د اسټرالیا کرکټ بورډ يې د ځنډېدو خبر ورکړی.

شېرشاه عزیزي
1 وری 1403
اسټراليا يو ځل بيا له افغانستان سره لوبې وځنډولې

د اسټراليا کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، دغه اقدام يې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو بندېدو په غبرګون کې کړی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې اسټراليا له افغانستان سره لوبې ځنډوي، له دې مخکې ټېسټ لوبه او د يوه ورځنيو لوبو سيريز یې هم ځنډولی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA