ads

پر خوست او پکتیکا د پاکستان بریدونو ته جدي غبرګونونه

پر خوست او پکتیکا ولایتونو د پاکستان بمبارۍ او د افغان ځواکونو لخوا پر پاکستاني پوځي مرکزونو له بریدونو وروسته، امریکا له دواړو خواوو د زغم غوښتنه کړې.

شېرشاه عزیزي
29 کب 1402
پر خوست او پکتیکا د پاکستان بریدونو ته جدي غبرګونونه

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند « ودانت پټیل» په پاکستان او افغانستان کې په بریدونو له کبله د ملکي وګړو پر وژل کېدو هم ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
پټیل پرون ناوخته خبري کنفرانس ته ویلي چې د افغانستان پر یو شمېر سیمو د پاکستان د الوتکو بریدونه او په شمالي وزیرستان کې د یوه برید په پایله کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ ده.
نوموړي همداراز د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د ملګي وګړو له په نښه کولو دې لاس واخلي.
د پاکستان جنګي الوتکو وړمه شپه په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي وګړو کورونه بمبار کړل چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه ووژل شول.
که څه هم د پاکستان حکومت وویل چې په دغو بریدونو کې یې د پاکستاني طالبانو یو غړی عبدالله په نښه کړی، خو ورپسې په ټولنیزو رسنیو کې د عبدالله نومي کس ویډیوګانې خپرې شوې چې ادعا یې کوله په پاکستان کې دننه دی او خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د دغو بریدونو په غبرګون کې د افغانستان اسلامي امارت د پوځ سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.
بلخوا، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان له خوا د افغانستان پر پکتیکا او خوست ولایتونو د بریدونو په غبرګون کې یې د پاکستان د سفارت سرپرست عبیدالرحمن نظاماني احضار او احتجاج لیک یې ورته وسپاره.‏
سرچینه زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزارت د یادو بریدونو د غندنې ترڅنګ پاکستان ته وریادوي چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري او پر خپله خاوره تېری په هېڅ ډول نه شي زغملی.
په خبر پاڼه کې د پاکستان له نوي ملکي حکومت او ولس څخه غوښتل شوي، تر څو پرې نه ږدي چې ځینې کړۍ په غیرمسؤولانه کړنو او غلطو پالیسیو د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې پېچلې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم کلید ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې د پاکستان پرونیو بریدونو په غبرګون کې د اسلامي امارت ځواکونو د پاکستان پوځي تاسیسات په نښه کړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA