ads

د چاغوالي نړیواله ورځ

د مارچ څلورمه د چاغوالي نړیواله ورځ ده، ډاکټران او عام خلک وایي چې چاغوالی د مختلفو ناروغیو سبب کېږي.

فضل هادي حمیدي
14 کب 1402
د چاغوالي نړیواله ورځ

کوم خلک چې ډېر وزن لري، له بېلابېلو ستونزو شکایت کوي او نورو ته توصیه کوي چې خپل وزن کنټرول کړي.
له دې ډلې یو هم د کابل اوسېدونکی هجرت الله دی چې وایي، څوکاله وړاندې یې وزن له ۶۰ تر ۶۵ کیلو ګرامه و او ډېر هوسا و، خو اوس یې چې وزن زیات شوی، له ډېرو ستونزو سره مخ دی او د خوراک د کموالی، پلي تګ او سپورټ په ګډون له هرې ممکنه لارې هڅه کوي چې خپل وزن راکم کړي:
«تقریبا ۹۵ کیلو مې وزن شوی، اوس ډېر په تکلیف یم، په لاره تګ نه شم کولای، لوړ ځای ته د ختلو پرمهال ساه لنډي راته پیدا کېږي، منډه نه شم وهلی، کار نه شم کولای، له ډېرو ستونزو سره مخ یم، اوس دې ته اړ شوی یم چې د شپې ډوډۍ نه خورم، د ورځې کم خوراک کوم، د دې لپاره چې خپل وزن کنټرول کړم.»
دا چې د چاغوالي عوامل څه دي او د خلکو وزن ولې دومره ډېریږي چې له کبله یې خلک له ستونزو سره مخ کېږي؟ ډاکټران یې ګڼ عوامل په ګوته کوي.
د عامې روغتیا متخصص ډاکټر محمدیوسف طیب وایي، د نورو عواملو ترڅنګ د ځینو درملو په ځانګړې توګه د ژور خفګان د درملو کارول، د فزیکي فعالیت او پلي مزل کموالی د چاغوالي سبب کېږي.
نوموړی پر دې سربېره د چاغوالي نور عوامل داسې بیانوي:
«د فسټ فوډ یا د ژر تیارېدونکو خواړو ډېر خوړل چې ډېر غوړ او کاربوهایدریت لري، لکه چپس، د برګرونو مختلف ډولونه، هغه انرژي ګانې چې ډېره خواږه لري چې اوس یې ډېر اعلانونه هم کېږي، د ډېرې خوږې خوړل، ځینې رواني فکټورونه، ژورخفګان هم اغېز کوي او هورموني تغیرات رامنځته کوي. د هغو هورمونونو خرابوالی چې د انسان مړښت او لوږه کنټرولوي، دا ټول هغه عوامل دي چې د انسان د چاغوالي سبب کېږي.»
ځینې خلک چې وزن یې کم وي، د وزن زیاتولو هڅه کوي، خو د وزن زیاتوالی کومې ستونزې او ناروغۍ رامنځته کوي؟
متخصص ډاکټر محمدیوسف طیب وایي چې چاغوالی د نورو مزمنو ناروغیو ترڅنګ د ملا او بندونو د دردونو، په مېرمنو کې د شنډتوب یا عقامت، په لویانو کې د ډېپرېشن یا ژورخفګان او ورته نورو ناروغیو سبب کېږي.
نوموړی د چاغوالي د نورو زیانونو په اړه زیاتوي:
«چاغوالی مزمنې ناروغۍ رامنځته کوي او باالاخره، د مرګ سبب کېږي، چاغښت د لوړ فشار، په وینه کې د کلسټرول د زیاتوالي سبب کېږي چې د زړه د ناروغۍ یو لامل ګڼل کېږي، چاغوالی د شکر، د ځېګر د لوی والي، پښتورګو د ناروغیو، صفرا د تېږې د رامنځته کېدو او د تنفسي غړو تر فشار لاندې راتلو سبب کېږي.»
ومو غوښتل چې په افغانستان کې د چاغوالي د وضعیت په اړه د عامې روغتیا نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره هغوی په دې اړه زموږ سره معلومات شریک نه کړل.
ډاکټران وایي چې خلک د چاغوالي د مخنیوي او د وزن د کنټرول لپاره باید له وېټامین لرونکو خواړو، سابو، مېوو څخه ډېره ګټه واخلي، وچه ډوډۍ، وریجې او نور کاربوهایدریت لرونکي خواړه کم وخوري.
ډاکټران وایي چې خلک باید د خپلو خواړو د کنټرول ترڅنګ پلی تګ او فزیکي کار ډېر وکړي. مطالعات ښيي چې په وروستیو شاوخوا پنځو لسیزو کې په نړۍ کې د چاغوالي کچه درې چنده زیاته شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA