ads

د زرغون خوست د نیالګیو کېنولو میله پیل شوه

په خوست کې د زرغون خوست په نوم د نیالګیو کېنولو نهم پړاو میله پیل شوه چې د درېیو ورځو په جریان کې به شاوخوا ۲۰ زره نیالګي کېنول شي.

بصیر یاد
14 کب 1402
د زرغون خوست د نیالګیو کېنولو میله پیل شوه

د ښاروالۍ مسوولین وايي، د دغو نیالګیو ساتنې او پالنې ته ځانګړې پاملرنه کېږي او په خبره یې، د نیالګیو اوبه کولو لپاره منظم سیستم هم په نظر کې نیول شوی دی.
د خوست ښاروال بسم الله بلال وویل، سږ کال به د غیر مثمرو نیالګیو ترڅنګ شاوخوا ۲ زره د بېرو نیالګي هم کېنول شي او په وینا یې، دغه نیالګي به د ځوانانو تفریحي غونډۍ، د خوست ښار په ګلدانونو او د مختلفو ادارو په ودانیو کې کېنول شي:
«یو دا نه چې په دې تپه کې بلکې په بازار کې، په ګلدانونو او اکثره ریاستونو ته به موږ نیالګي ورکوو او دغه کال به ښه رنګین کال وي او زرغون خوست میله به ښه نمانځل کېږي. موږ په هره تپه کې ساتونکي لرو او ټانکرې راځي اوبه ورکوي، نو په زرو او یا دوو زرو کې که څو نیالګي وچ شوي وي نور اکثره لږیدلي دي.»
د پوهنتون استاد دین محمد ځلاند وايي، هر کال په زرغون خوست میله کې زرګونه نیالګي کېول کېږي خو د وخت په تېریدو سره یوازې د ګوتو په شمېر نیالګي روغ پاتې کېږي او نور د نه پاملرنې له کبله له منځه ځي:
«نیالګیو ته په ځانګړي ډول پاملرنه نه ده شوې د اوبو رسونې په برخه کې، نو زموږ اساسي غوښتنه هم دا ده چې د دغو نیالګیو د ساتنې په برخه کې جدي پاملرنه وشي؛ نه یوازې د ښاروالۍ مامورین بلکې ټول خوستي ولسونه په دې مکلف دي چې، د دغو نیالګیو ساتنه وکړي.»
د خوست یو بل اوسیدونکی جلبل مینه یار وايي، په کار ده چې د دغو نیالګیو ساتنه او پالنه وکړي او له عامو خلکو هم غواړي چې په شنو ساحو کې دې څاروي نه څروي:
«د زرغون خوست نهم پړاو میله وه د ونو کېنولو، د دولتي چارواکو او خوستیو ولسونو له لوري په زرګونو نیالګي کېنول شول. موږ ولسونه له دولت او ټولو خلکو دا غواړو چې هم دې هر کال نیالګي کېنوې او هم دې د دې نیالګیو پالنه وکړي.»
د یادونې وړ ده چې، هر کال په زرغون خوست میله کې په زرګونو نیالګي کېنول کېږي خو د اړونده ادارو د نه پاملرنې او د عامه خلکو د بې غورۍ له کبله یې، ډېری د وخت په تېریدو سره وچيږي؛ له سږني پړاوه د خلکو هیله دا ده، چې مسؤولې ادارې دې یې ساتنې او پالنې ته پاملرنه ډېره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA