ads

په ارزګان کې نوی روغتون پرانیستل شو

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو سوداګرو په مالي ملاتړ د ۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت روغتون جوړ او پرانيستل شو.

احسان الله ولسمل
13 کب 1402
په ارزګان کې نوی روغتون پرانیستل شو

د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست ریيس ډاکټر محمدالله روحاني وايي، په دغه روغتون کې به د عمومي جراحۍ، نسايي ولادي، آو، پي، ډي او داخله ناروغيو په برخه کې خدامات وړاندې کېږي.
هغه وايي، د دولتي روغتونونو ترڅنګ اړتيا ده چې خصوصي سکټور هم د خلکو د اړتيا پوره کولو لپاره کار وکړي.
محمدالله روحاني:
«ارزګان ولايت بېخي داسې روغتون نه درلود چې رسمي جواز ولري. دا ۲۰ بستريز روغتون چې په هغه کې به د نسايي ولادي خدمتونه جرايي خدمتونه، داخله خدمات ترسره کېږي.»
د دغه روغتون د پرانيستلو پرمهال د دغه ولايت والي مولوي عنايت الله شجاع وايي، د ياد روغتون په پرانيستل کېدو سره به ډېر هغه کسان چې اوس هم روغتیايي خدمتونو ته لاس رسۍ نه لري، له روغتيايي خدمتونو برخمن شي.
مولوي عنايت الله شجاع:
«اسلامي امارت د روغتيا په برخه کې کافي بودجه ځانګړې کړې، موږ به په همدې اړه وزارت ته پشنهادونه کوو او هغه روغتيايي برخې چې مهمي دي، اوليت به ورته ورکوو.»
په همدي وخت کې عام اوسېدونکي د ياد روغتون په پرانيستلو خوشحاله دي، خو زياتوي چې د معیاري خدمتونو او مسلکي ډاکټرانو د نشت له کبله اوس هم دوی اړ کېږي چې خپل ناروغان ګاونډيو ولايتونو ته د درملنې په هدف انتقال کړي.
د دغه ولايت اوسېدونکي شريف الله کليد ته وويل:
«موږ د دغه روغتون په پرانيستلو خوشحاله يو، خو زموږ غوښتنه دا ده چې باید ښه ډاکټران ورته راشي او ښه طبي ماشينونه ورته راوړل شي.»
د ارزګان ځايي مسولين وايي، دامهال لسګونه دولتي روغتيايي مرکزونه فعاليت لري او په خبره يې، په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د معياري کولو لپاره هڅې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA