ads

اسلامي امارت د ریچارډ بنټ وروستی راپور بې اساسه وباله

اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي راپور بې اساسه وباله

کامران احمدزی
12 کب 1402
اسلامي امارت د ریچارډ بنټ وروستی راپور بې اساسه وباله

ذبیح الله مجاهد پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د ریچارډ بنټ راپور د اسلامي امارت پر وړاندې د پروپاګند کولو هڅه ده.
مجاهد لیکلي، د پخوا په نسبت ټول افغانان، ښځې او نارینه، مالي، روحي او فزیکي مصونیت لري او هیڅوک د چا په حق تېری نه شي کولای.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان هر وګړی د خپلو شرعي حقوقو خاوند دی او په امن کې ژوند کوي.
وړمه ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په خپل راپور کې ویلی وو، چې په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي او ښځې نورې هم څنډې ته شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA