ads

ننګرهار ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی

د پسرلي موسم په رانيږدې کيدو ننګرهار ته د کورنيو او بهرنيو سیلانیانو راتګ ‌ډېر شوی

نصرت الله بابکرخېل
11 کب 1402

دوی وايي، د یاد ولایت هوا معتدله ده او امنیت ښه دی؛ نو ځکه ورته راځي.
دوه تنه بهرني سیلانیان چې ننګرهار ته په سیاحت راغلي وايي د ننګرهار بېلابېلو تاريخي او تفریحې ځایو نو څخه یې لیدنه کړې.
له هانکانګ هېواد څخه راغلی سیلاني کاوینګ چاین وايي:
« زما نوم کاوینک دی، له خپل ملګري سره یوځای د یوې میاشتې لپاره افغانستان ته د سیاحت لپاره راغلي یم، د جلال اباد هوا معتدله ده تېره ورځ کندمک تاریخی ساحی ته تللي وو؛ خلکو یې ډېره مینه راکړه، افغانستان هغسې هېواد نه دی څنګه چې خلک وايي، دلته ډاډمن امنیت دی، د افغانستان د ابادۍ په هیله»
امریکايي سوهو هور چې کاوینګ چاین سره یوځای جلال اباد ته راغلی وايي، افغانستان د نړۍ ښکلی هېواد دی او د خلکو فرهنګ یې تر نورې نړۍ ځانګړی دی.
هغه، چې لږ او ډېره دري ژبه هم زده کړې وايي:
« زه باوري وم چې افغانستان د تفریح لپاره ښه ځای دی نو ځکه له خپل ملګري سره دلته د چکر او سیاحت لپاره راغلو .»
بل لورته ننګرهار کې د افغان تور سیاحتي دولتي شرکت مسؤول عثمان اتل وايي دې ولایت ته سږ کال په زرګونه کورني او بهرني سیلانیان راغلي چې دوی ورته ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي.
« دافغان تور او ګرځندوی امریتونه د ګرځندویانو په خدمت کې دي او ګڼ شمېر اسانتیاوې موږ ورته برابرې کړې دي لکه د اوسېدو ځایونه او داسې نور .»
واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته؛ هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ زیات شوی دی.
مسوول چارواکي وايي، په هېواد کې سراسري امنیت هغه څه دي، چې هېواد ته یې د بهرنیو سیالانیانو پام را اړولی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA