ads

غزه کې پر ملکي وګړو برید توند غبرګونونه راپارولي

غزه کې د اسرائیلو له لوري پر عامو خلکو برید توند غبرګونونه راپارولي

کامران احمدزی
11 کب 1402
غزه کې پر ملکي وګړو برید توند غبرګونونه راپارولي

تېره ورځ اسراېیلو غزه کې د بشري مرستو لپاره پر راټولو شویو خلکو ډزې وکړې، چې په پایله کې ۱۰۴ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.
ملګرو ملتونو یاد برید غندلی او دا یې یو وحشیانه عمل بللی دی.

په همدې حال کې امریکا ویلي، چې دوی د مالوماتو په ارزولو اخته دي، ترڅو  مالومه کړي، چې دا پېښه څنګه رامنځته شوې.
که څه هم اسرائیلو عام خلک وژلي؛ خو بیا یې هم ویلي چې ځواکونو د خپل ځان له ویرې پر یادو خلکو ډزې کړې دي.
د بریدونو له  کبله هلته په یو شمېر خلکو له مرستو بار لارۍ ختلې دي.

ترکیې بیا  اسرائیل د بشر ضد په یو بل جنایت تورن کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، اسرائیلو یاد کسان په قصدي ډول په نښه کړي او غواړي، په دې کار سره فلسطینان تبا کړي.

بل لورته فرانسې او هسپانیې هم دا برید غندلی او د نه منلو وړ عمل یې یاد کړی دی.

د مالوماتو له مخې، پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له کبله تر اوسه تر ۳۰ زرو زیات کسان وژل شوي او څه باندې ۷۰ زره نور ټپیان دي، چې زیاته برخه یې ښځې او ماشومان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA