ads

د ورښتونو او وارو له کبله؛ د څارویو د وژنو مخنیوي لپاره کمېټه جوړه شوه

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا په لارښوونه، د ورښتونو له کبله د هېوادوالو د څارویو د وژل کېدو مخنیوي په موخه کمېټه جوړه شوې

کامران احمدزی
11 کب 1402
د ورښتونو او وارو له کبله؛ د څارویو د وژنو مخنیوي لپاره کمېټه جوړه شوه

دا کمېټه وروسته تر هغې جوړیږي چې د هېواد په پنځو ولایتونو، بلخ، جوزجان، فاریاب، هرات او بادغیس کې د هېوادوالو د مالونو تلف کېدو راپورونه خپاره شول.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د هېواد رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند لخوا د کرنې او مالدارۍ، اقتصاد، او د سرحدونو چارو وزارتونو له سرپرستانو سره تر غونډې وروسته پرېکړه شوې، چې یادو ولایتونو کې د والیانو په مشرۍ یوه کمېټه جوړه او د خلکو د مالونو تلف کېدو مخنیوي لپاره ټول امکانات په کار واچوي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، په یاده کمېټه کې به د قول اردګانو، امنیه قومندانیو، ټولګټو چارو ریاستونو، عامې روغتیا او نورو خدماتي ټیمونه وي، چې ژر تر ژره د دغې ستونزې مخه ونیسي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د اوس لپاره د یادې ستونزې د حل په موخه د ریاست الوزرا له لوري پنځوس میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې او د اړتیا په صورت کې نوره مرسته هم استول کېږي.

په همدې حال کې به په کابل کې ټاکل شوې کمېټه د خپلو ټولو اجراتو راپور د ریاست الوزرا له مقام سره شریکوي.

که څه هم تر اوسه په دې اړه دقیق شمېر نه دی مالوم چې تر اوسه څومره څاروي وژل شوي؛ خو په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو پر اساس، یادو ولایتونو کې د سختو واورو او ورښتونو له کبله تر دوه زرو زیات څاروي وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA