ads

د حیرتان بندر له لارې؛ هره ورځ لس زره ټنه انتقالات کېږي

د بلخ ولایت د حیرتان سوداګریز بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې، په منځنۍ کچه هره ورځ لس زره ټنه صادرات، واردات او ترانزیټ ترسره کېږي

احمد الله ستانکزی
11 کب 1402
د حیرتان بندر له لارې؛ هره ورځ لس زره ټنه انتقالات کېږي

د یاد ولایت د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس محمد شفیق محمود وایي، چې د روان ۱۴۰۲ کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د حیرتان بندر له لارې ۲،۸ میلیونه ټنه صادرات او واردات شوي دي.
د هغه په خبره، په بشپړ ډول د یادې پټلۍ تر رغوونې وروسته به لا اسانتیاوې رامنځته او د ټرانزیټ کچه به لوړه شي.

« تېر ۱۴۰۱ کال کې مو درې میلیونه، ۴۶۱ زره  او ۸۶ ټنه انتقالات درلودل، سږکال د تېرو ۱۱ میاشتو په موده کې مو دوه میلیونه، ۸۷۶ زره او ۱۹۰ ټنه صادرات او واردات درلودل، چې په اوسط ډول د ورځې لس زره ټنو ته رسیږي»

بلخوا د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه آمر شکیب اکبري وایي، چې تر مزارشریف ښار پورې د دې اوسپنې پټلۍ پر غځولو او د فرعي لارو په جوړولو سره به سوداګرو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.

« پرته له شکه چې د اوسپنې پټلۍ لار د سوداګرو د توکو د لېږد رالېږد په برخه کې ګټور تمامه شوې او د نورو لارو په توپیر د دوی مال هم د خوندیتوب له اړخه محفوظ وي؛ نو له همدې کبله ټرانزیټ زیات شوی.»

په همدې حال یو شمېر سوداګرهم د اوسپنې پټلۍ لار د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره، یوه اسانه، ارزانه او خوندي لار یادوي.

په بلخ ولایت کې یو تن سوداګر قلندر رحیمي وایي، چې که د هېواد نورو ولایتونو ته هم د اوسپنې پټلۍ لار وغځېږي، نو سوداګر به له زیاتو اسانتیاوو برخمن شي.

« دا چې په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی، پکار ده، چې له دې اعظمي نعمت څخه باید ګټه واخلو، مثلاَ د اوسپنې پټلۍ، هوایي او ځمکني ټرانسپورټ نه باید پوره پوره ګټه واخلو، ځکه دا د یوه هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري او له همدې لارو ترانزیټ ارزانه تمامېږي»

دا په داسې حال ده، چې د حیرتان – مزارشریف د ۷۵ کیلومټره اوسپنې پټلۍ پروژې د بیارغونې چارې تېره اوونۍ د هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې په مالي لګښت او د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په همکارۍ پیل شوې، چې د درې میاشتو په موده کې به د یاد مسیر رېلي او غیر رېلي برخې په بشيړ ډول ورغول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA