ads

بنګله دېش کې اور لګېدنې ۴۳ تنه وژلي

د بنګله دېش په مرکز ډهاکه کې په یوې لوړ پوړیزې ودانۍ کې د اور لګېدنې له کبله ۴۳ تنه وژل شوي دي

کامران احمدزی
11 کب 1402
بنګله دېش کې اور لګېدنې ۴۳ تنه وژلي

د یاد هېواد د عامې روغتیا وزیر سمنتالاسن ویلي، چې په دې اور لګېدنه کې ۴۰ نور کسان سوځېدلي، چې اوس یې درملنه روانه ده.

په همدې حال کې د بنلګه دېش د اطفايي وزارت ویلي چې دا ور په یو هوټل کې لږېدلی وو، چې وروسته ودانۍ ته خپور شوی دی.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، د دوی ټیمونو ۷۵ کسان ژغورلي او لګېدلی اور یې په دوه ساتونو کې وژلی دی.

اور په داسې سیمه کې لګېدلی، چې هوټلونه او د ټوکرو دوکانونه په کې زیاات وو.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال په جولای کې هم بنګله دېش کې د غذا پروسس په یوې فابریکې کې د اور لګېدو له کبله ۵۲ تنه وژل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA