د ټرافیکو ریاست عمومي رییس حسیب الله مختار وايي، په کابل کې د ټرافیکو پر ریاست ګڼه ګوڼه زیاته وه، نو ځکه یې پرېکړه وکړه چې په یاد ریاست کې د ننه د افغان ملي بانک څانګه پرانیزي.
هغه وویل، د ټرافیکو اړوند پېرودونکي د باندې له بانکي ستونزو سره مخ وو او حتا تر لسو ورځو پورې به په تمه وو، تر څو خپلې پیسې په بانک کې تحویل کړي.
د مختار په خبره، تر دې وروسته به د ټرافیکو ریاست اړوند ټول بانکي مسایل په همدې څانګه کې ترسره کېږي.
«د ورځې تر دونیم زور پورې موږ یوازې د کابل په کچه مراجعین لرو. موږ هڅه کوو چې دوی ته بانکي خدمات د ننه په ریاست کې وړاندې شي او دې ته اړ نه شي چې د باندې په قطارونو کې په ورځو ورځو انتظار وباسي. موږ پرېکړه وکړه چې ځای پر ځای ټول بانکي کارونه تر سره شي او هېوادوال خپله نتایج تر لاسه کړي او ولاړ شي.»
د افغان ملي بانک اجرایوي رییس ډاکټر شاکر جلالي په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې یاد بانک د ټرافیکو له عمومي ریاست سره په همغږۍ د دغه ریاست په انګړ کې خپله څانګه پرانیزي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې افغان ملي بانک په پام کې لري چې په راتلونکي کې په ټولو دولتي ادارو کې خپلې څانګې پرانیزي، تر څو هېوادوالو ته بانکي اسانتیاوې رامنځته شي.
«افغان ملي بانک د ټرافیکو ریاست سره په همغږۍ د دغه ریاست په انګړ کې خپله څانګه پرانیزي او خدمات به وړاندې کړي او کوم کس چې د ټرافیکو په ریاست کې یې کار بند وي نو هغه ته اړتیا نه وي د باندې ووځي، هغه کولي چې هلته خپله تعرفه تر لاسه او ځاي پر ځای یې افغان ملي بانک کې یې په لسو دقیقو کې تحویل کړي.
د ټرافیکو ریاست او افغان ملي بانک تر منځ یاد هوکړه لیک په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې تر دې وړاندې هېوادوال په دې برخه کې د بانکي اسانتیاوو له نشت سره مخ وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ