ads

کلینیکونه شته، خو روغتیایي پرسونل نشته

د خوست د مرکز اړوند د غازي‌ اباد سیمې اوسېدونکي وايي، شاوخوا درې کاله وړاندې یې په سیمه کې د یو کلینیک لپاره وداني جوړه شوې، خو تر اوسه نه دی فعال شوی.

بصیریاد
10 کب 1402
کلینیکونه شته، خو روغتیایي پرسونل نشته

د غازي‌ اباد سیمې خلک وايي، له ډېرو روغتيايي ستونزو سره مخ دي او د عامې روغتيا رياست له مسوولينو غواړي چې دغه کلينيک دې ژر تر ژره فعال کړي.
د دې سيمې اوسېدونکی زر خان وايي، د عادي ناروغیو لپاره تر ښاره څو کیلومتره مزل کوي او په خبره یې، د بد اقتصادي وضعیت له کبله زیات خلک خپل ناروغان نورو کلینیکونو ته هم نه شي وړلی:
«چې دا کلینیک فعاله شي دومره به ستونزې د خلکو کمې شي. د یوه عادي مشکلو لپاره خلک بازار یا یوې بلې لرې ولسوالۍ ته ځي نو دا خلک سل په سلو کې دا ټول غواړي چې، دا کلینیک فعال شي او سخت به خوشال شي.»
د همدې سیمې یو بل اوسېدونکی نورخان هم وايي، سیمه یې له ښاره نږدې ۱۵ کيلومتره لرې ده او دوی په اسانۍ سره نه شي کولای چې ښار ته خپل ناروغان انتقال کړي.
د نوموړي په خبره، که دغه کلينيک اوس فعال نه شي او خدمات پيل نه کړي، ښايي په راتلونکي کې يې ودانۍ هم تخريب شي:
«له دولت زموږ دا غوښتنه ده چې له بازار څخه دا ساحه ډېره لرې ده؛ موږ بازار ته رسیده ګي نشو کړلی. دا کلينيک موږ ته فعاله کړي او ډاکټران را راولي.»
بل لورته د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولين بيا ډاډ ورکوي چې د ياد کلينيک د فعالیدو چارې به ژر پیل کړي.
د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر شېراګل ځدراڼ وویل، په خوست کې د ټولو هغو کلینیکونو د فعالیدو کارونه روان دي چې ودانۍ یې پخوا جوړې شوې دي:
«د غازي ‌اباد کلينيک چې د جمهوريت په دور کې جوړ شوی، اما تراوسه پورې پرسونل نه دی ورته راغلي، موږ ساحه له نږدې وڅارله، تعمير مو هم وکاته، واقعاً چې په ښه لېول او معیاري شکل باندې جوړ شوی دی، نو اوس به د امارت د مسوولينو کوشش دغه وي چې دې ته پرسونل راولي، څو د دې خلکو مشکلات رفع شي.»
د خوست د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو روغتیايي مرکزونو کې د خلبيسات ۳۰ بستريز روغتون، د نادرشاه کوټ ۳۰ بستريز روغتون، د عليشېرو هارون ‌خېلو روغتيايي کلينيک، د تريزيو سين خور کلينيک، د قلموال مېنې روغتيايي مرکز، د چرګوټي روغتيايي مرکز، د لکڼو روغتيايي مرکز، د غازي‌ اباد روغتيايي مرکز، د سوراک سليمانزيو روغتيايي مرکز، د بټۍ تاڼې روغتيايي مرکز او د تنګي روغتيايي مرکزونه شامل دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA