په دغه ولایت کې د چپن صنعت اوږده مخینه لري او سلګونه کورنۍ د دغو سیمه ییزو او دودیزو جامو په ګنډلو بوختې دي.
په مزارشریف ښار کې د چپن لاسي صنایعو دوه تنه پلورونکي محمد شاه او احمد روئین وايي، د ژمي موسم په سړېدو سره د شمال او شمال ختیځو ولایتونو اوسېدونکي له یخنۍ څخه د ځان ساتنې لپاره او په ځانګړو مناسبتي ورځو کې له دغه ځایي دودیزو جامو څخه کار اخلي.
«په ژمي کې خلک چپنې او پوستینونه ډېرې اخلي او په ودونو کې بیا زیاتره خلک د ډالۍ په توګه جېلکې اخلي، یا مثلاً کله چې د زوم نکاح تړي شاهدانو او یا وکیلانو ته یې ورکوي، دلته دا ډېر زیات دود او دستور دی»
«د چپنې بیې له زر افغانیو نیولې تر ۴۰ زرو پورې پلورل کېږي، دا ارزان بیه یې دومره ښه کیفیت نه لري، خو دا څلوېښت زره چې بیې لري، دې کې بیا د ګېډړې وېښتان کارول شوي او ښه نرم پت لري»
بلخوا د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوول چارواکي د چپنې لرغوني او سنتي صنعت پر ملاتړ ټینګار لري او وایي چې افغانۍ چپنې او پوستینونه د ښه شهرت او غوره کیفیت له پلوه پرته له بهر هېوادونو په هېواد کې دننه یو شمېر ولایتونو ته صادریږي.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست عمومي مدیر کمال الدین شمس وایي، دا مهال د مرکز په ګډون او ولسوالیو کې ۱۵ کارخونې د چپن جوړولو فعاله دي او سلګونه کسان په کې ددې وطني محصول په تولید بوخت دي.
« د چپن ګنډل هغه صنعت دی، چې له ډېر پخوا په شمال زون کې خلک کاروبار کوي او دامهال په بلخ ولایت کې د چپنو ۱۵ کارخونې فعاله دي او زیات شمېر کسان کار کوي. د چپنو خام مواد له بهره راځي او دلته جوړیږي»
چپن د هېواد د شمال زون د اوسېدونکو د کلتور يوه ځانګړې برخه ده، چې له پنبې او بېلا بېلو ټوکرانو څخه جوړه شوې او ځانګړی ځای لري او خلک يې يو بل ته د قيمتي جامو په توګه د ډالۍ په توګه ورکوي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د یوې لاسي چپنې بیه له زر افغانیو تر ۴۰ زره افغانیو پورې پلورل کیږي او په څو ولایتونو کې هیوادوال په سنتي ډول د هغې په اوبدلو باندې بوخت دي.