ads

د هېواد یو شمېر لویې لارې تړل شوې

د ټولګټو وزارت مسوولین وايي چي وروستیو واورو او بارانونو په هېواد کې د یو شمېر ولایتونو لارې د تګ راتک پر مخ تړلې دي.

اسلام الدین احمدي
7 کب 1402
د هېواد یو شمېر لویې لارې تړل شوې

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس کلید راډیو ته وویل چې د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو او طوفان له کبله د شنبې په شپه له یوولسو بجو او ۵۵ دقیقو راهیسې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.
نوموړی زياتوي، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ټيمونه چمتو دي او د واورې او باران له درېدو وروسته به د لارې پاکول پيل کړي.
هغه همدارنګه زیاته کړه چې د واورې ورېدو له کبله د بامیانو، غور او ډایکنډي ولایتونو ځینې لارې هم د ټرافیکو پر مخ تړل شوې دي.
«په بامیانو ولایت کې له شش پل پوستې څخه تر حاجي ګنک کوتل پورې، د شاتو کوتل لاره له یکاولنک ولسوالۍ څخه تر پنجاب ولسوالۍ پورې، د اب قول لاره تر کرمان پورې، د وراث لار تر بندشوي پله پورې او د ورث لاره تر قوناق کوتل پورې د شدیدو واورو ورېدو له کبله بنده شوې ده. په غور ولایت کې هم د واورې ورښت دوام لري چې له کبله یې د بند بکک، کرمان، شاه تیغ او بند پایان لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي. په دیکندی ولایت کې هم د نیلي له مرکز څخه د هدیر ولسوالۍ پورې لارې تړل شوې دي.»
هغه زياتوي چې د ټولګټو وزارت ولايتي کارکوونکي له قراردادي شرکتونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د واورو په پاکولو بوخت دي.
«د ټولګټو وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې په دغو لارو د تګ راتګ پر مهال د اړتیا وړ توکي له ځان سره ولري او د خپلو وسایطو لپاره چین یا ځنځیر ولري او ټول ترافیکي قوانین مراعت کړي تر څو له ستونزو سره مخ نه شي.»
که څه هم په تازه ورښتونو کې د ځاني زیانونو په تړاو څه نه دي ویل شوي، خو په تېرو ورښتونو کې د غره ښوییدنې او نورو طبیعي پېښو له کبله په نورستان او یو شمېر نورو سیمو کې ۲۵تنه وژل شوي، لس تنه ټپیان او ۱۵کورونه ویجاړ شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA