ads

حقاني: چاته د دین د سپکاوي اجازه نه ورکوو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وايي، تېر شل کاله یې د همدې لپاره قربانۍ ورکړې کړې چې، په هېواد کې اسلامي ازادي او نظام حاکم شي.

بصیر یاد
7 کب 1402
حقاني: چاته د دین د سپکاوي اجازه نه ورکوو

نوموړي دغه څرګندونې نن د «کب ۷» په خوست کې د حسن قرائت په نړیوالو سیالیو کې وکړې چې د پاکستان ترڅنګ د ایران یو شمېر قاریانو هم برخه په کې اخیستې وه.
سراج الدین حقاني وویل، که اسلام ته څوک سپکاوی کوي، دوی د سر په بیه ترې دفاع کوي او په وینا یې چې اوسمهال څوک د چا په حق تېری نه شي کولی.
نوموړي دغه راز وویل، پخوا ټول هېواد نظامي او جنګي بڼه غوره کړې وه، خو اوس ټول هېواد سیاسي شوی دی:
«اوس زموږ مملکت ټول سیاسي ګرځيدلی دی، مخکې نظامي ګرځیدلی و نظامي په دې مانا چې موږ د ټول ملت فکر جنګي و او اوس فکر داسې دی چې ملک په څنګه جوړ کړي، څنګه به شي، بس نر او ښځه په سیاست کې اخته دي.»
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې وویل، د قرانکریم عزمت افغانانو د سر په بیه ساتلی او ساتنه به ترې کوي.
هغه وويل لکه څنګه چې د جنګ ميدان د قران کريم پرمټ ګټلی، نو اوس به د دوی ټوله هڅه دا وي چې د دغه کتاب د زده کړې او تفيذ برخې ته پوره پاملرنه وکړي او ټول جوماتونه او مدرسې پرې ښايسته کوي:
«د دې قران کريم د عظمت او برکت له وجې موږ چا ته سرټيټي ونه کړه. الحمدالله د قران کريم عظمت افغانانو د سر په مقابل کې وساته خو اوس یې په زده‌کړه او تنفیذ کې باید پوره اخلاص او کوشش وکړو دا سیاستونو کې ځان ډېر مه ښکېلوی ګټه نه درته کوي.»
د یادونې وړ ده چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني څو وراځې وړاندې په خوست کې یو بلې غونډه کې ویلي و چې، نړۍ سره ښه تعامل غواړي خو ورته محتاجه نه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA