ads

شنونکي: د غزې مسله په نمایشي غونډو نه حل کېږي

د جرمونو نړیواله محکمه «هاګ» د اسراییلو له خوا د فلسطین خاورې د شپږو لسیزو اشغال په اړه څېړنه کوي او د همدې لپاره پرون په یاده محکمه کې ناسته پیل شوې چې د فبروري میاشتې تر ۲۶مې نېټې به دوام وکړي.

اسلام الدین احمدي
1 کب 1402
شنونکي: د غزې مسله په نمایشي غونډو نه حل کېږي

تمه ده چې د څه باندې۵۰هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي په دې غونډو کې خپل نظریات وړاندې کړي.
د نړیوالو چارو شنونکي بیا په دې نظر دي چې په دا ډول غونډو کې یوازې او یوازې د غرب ګټې په پام کې نیول کېږي او د فلسطین په اړه چې د اسراییلو له خوا وحشت په کې لا هم دوام لري؛ هېڅ مثبته پایله به ونه لري.
د نړیوالو چارو شنونکی شفیع الله ستومان وايي، دا ډول غونډې امریکا ته له اسراییلو سره د روانې جګړې په ښکېلتیا کې برات ورکوي او غواړي چې په یو ډول امریکا د اسراییلو له جنایت څخه بېله کړي.
«هاګ محکمه او نور هغه هېوادونه چې د امریکا او یهوو د جګړې خلاف دي او دا یې غندلې، دوی غواړي خپل قوتونه په یو ډول راټول کړي تر څو دا جګړه ودروي، ځګه په اخلاقي لخاظ دا د غرب لپاره لوی توهین دی، خو دوی ویني چې امریکا د یادې جکړې په راس کې ده. نو حمایت یې کوي. دا نمایشي حرکات نه شي کولی چې فلسطنیان وژغوري، بلکی مسلمانانو ته په کار ده چې د خپلو خاورو او خلکو ساتنه پخپله وکړي.»
د نړیوالو چارو بل شنونکی سید اکبر سیال هم وایي، که اسلامي هېوادونه د غرب په څېر سره یو ځای وای او د اسلامي ارزښتونو لپاره یې واحد دریځ غوره کړی وای، نن به د فلسطین په ګډون په نورو اسلامي هېوادونو کې جګړه نه وای.
هغه وايي، اسلامي هېوادونو ته په کار ده چې متحد شي او د نظامي ځواک تر څنګ اقتصادي ځواک پیدا کړي چې د اسلامي هېوادونو تر څنګ ودرېږي او ملاتړ یې وکړي.
«ټولې نړیوالې محکمې او نړیوال سیسټمونه، دا ټول د غربیانو په لاس کې دي. زه فکر نه کوم چې په دې غونډه کې داسې پرېکړه وشي چې هغه د فلسطین او مسلمانانو په ګټه وي، ځکه هغوی هڅه کوي چې اسراییل د عربو په مقابل کې یو ځواک ښکاره کړي.»
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، امنیت شورا، ترکیې، روسیې او ځینو نورو هېوادونو هم پر غزه او د فلسطین پر نورو برخو د اسراییلو وحشتونه او بمبارۍ غندلې او په دې اړه د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون ډېری غونډې شوې، خو څنګه چې تمه کېده، د دې جګړې په پایته رسېدو کې یې مرسته نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA