ads

شنونکي: د دوحې ناسته ناکامه وه

که څه هم د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې ناسته بریالۍ بللې وه، خو د چارو یو شمېر کارپوهان وایي چې د دوحې ناسته ناکامه وه.

فضل هادي حمیدي
1 کب 1402
شنونکي: د دوحې ناسته ناکامه وه

دغه کارپوهان وایي، د اسلامي امارت نه ګډون، د افغانستان لپاره په یاده ناسته کې د ځانګړي استازي نه ټاکل او د ګډونوالو ترمنځ د نظر اختلاف هغه څه وو چې د یادې ناستې ناکامي یې له ورایه څرګندوله.
د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت یو له هغو کسانو دی چې د دوحې ناسته ناکامه بولي او وایي، که راتلونکې ناستې مثبتې وي، کېدای شي، افغان حکومت هم په کې ګډون وکړي: «افغان لوري چې په کې ګډون ونه کړ، نو ځکه دا ناسته ناکامه ده، د سوله ییز افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو هڅې ښه خبره ده، خو افغانستان اوس سولې ته رسېدلی هېواد دی، پر ملګرو ملتونو دا د افغانانو پور دی چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د حیثیت د بیا ترلاسه کولو لپاره له اوسنیو چارواکو سره ګډ کار وکړي.»
د نړیوالو چارو شنونکی معین ګل څمکنی وایي، که څه هم دوی دا غونډه بریالۍ وبلله، خو لومړی په دې کې د اسلامي امارت نه ګډون یاده ناسته تر اغېز لاندې راوسته او هغه څه چې ترې تمه کېده، هغه ترلاسه نه شول:
«د یوه ځانګړي استازي موضوع هم وار له مخه اسلامي امارت رد کړې او دوی هم ونه توانېدل چې دا استازی وټاکي، د روسیې، چین او ایران له دریځونو ښکاره معلومېده چې دوی د ځانګړي استازي د ګمارلو غوښتنه نه مني، هغوی وویل که طالبان ورسره موافقه لري، نو دا درې هېوادونه هم ورسره موافقه کوي، خو طالبانو لا له وړاندې دا رد کړې وه.»
د سیاسي چارو بل شنونکی روح الله هوتک هم د دوحې ناسته ناکامه بولي او وایي چې په یاده ناسته کې له افغانستان سره دوه ګونی چلند وشو.
«دوی ونه توانېدل چې شرقي بلاک له ځان سره ولري، روسانو، چینایانو او ایرانیانو یې مخالفت وکړ، دوی په یاده ناسته کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ټاکلو ونه توانېدل، له نورو هېوادونو څخه یې د حکومتونو رسمي استازي غوښتي وو، له افغانستان څخه یې د مدني ټولنو ترڅنګ د سامعینو په توګه افغان حکومت هم غوښتی و، په داسې حال کې چې افغان حکومت په تېرو دوه نیمو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې او هغه یې هم له پامه وغورځولې.»
د دغه راپور تر بشپړېدو اسلامي امارت د دوحې د ناستې د پایلو په اړه کوم غبرګون نه و ښودلی او موږ هڅه وکړه چې په دې اړه یې نظر واخلو، خو ونه توانېدو.
د دوحې د ناستې په پای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار وکړ چې دوی د یوه سوله ییز افغانستان غوښتونکي دي چې له ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي او یو داسې ملي حاکمیت ولري چې د نړیوالو ژمنو د پوره کولو توان ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA