ads

د بلخ له تاریخي سیمو ۷۰۰سیلانیانو لیدنه کړې

سږکال د بلخ ولایت له تاریخي او تفریحي سیمو څخه سلګونه تنو بهرنيو وګړو او سیلانیانو لیدنه کړې ده.

احمدالله ستانکزی
16 سلواغه 1402
د بلخ له تاریخي سیمو ۷۰۰سیلانیانو لیدنه کړې

د یاد ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وايي، د روان ۱۴۰۲ لمریز کال له حمل میاشتې نه راپدېخوا په تېرو ۱۰ میاشتو کې له ۶۰ هېوادونو څخه څه باندې ۷۰۰ تنو بهرنيو سیلانیانو د بلخ ولایت له مختلفو لرغونو او تاریخي آبداتو څخه لیدنه کړې ده.
د بلخ د اطلاعات او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر عبدالواحد احدي وایي، په دې وروستیو کې د بهرنیو سیلانیانو شمېر څو برابره زیات شوی او ډاډ ورکوي چې د ګرځندويانو لپاره يې هر ډول اسانتياوې برابرې کړي او د دوى ښه مېلمه پالنه کوي.
«روان کال د ۶۰ مختلو هېوادونو څخه ۷۳۲ تنه سیلانیانو د بلخ ولایت له تاریخي ځایونو څخه لیدنه کړې او د ګرځندوی آمریت لخوا له دوی سره مرسته شوې ده. تقریبآ دوی لپاره موږ ۱۳ هوټلونه نیولي وو، چې په دې کې به دوی اوسېدل.»
بلخ ولایت چې لسګونه لرغوني او تاریخي ځایونه لري، په تېر کې ورته د نا امنۍ له امله بهرني سیلانیانو د راتګ لېوالتیا نلرله؛ خو په دې وروستیو کې یې ورته د داخلي او سلګونه بهرني سیلانیانو پام زیات ور اوښتی دی.
له شمالي کوریا څخه بلخ ولایت ته راغلی سیلاني بلیلا وایي، له پخوا یې د افغانستان سیاحت ته زړه و؛ خو د امنیتي ګواښونو له وېرې یې سفر ته زړه نه ښه کاوه، خو اوس ډاډه دی چې امنيت ښه دی او هرې سيمې ته تللی شي.
«افغانستان کې بشپړ امنیت شته، افغانان ميلمه پاله خلک دي، ماسره يې ډېره مرسته کړې. ښه فرهنګ او خوندور خواړه لري، د طالبانو ښه حکومت دی، بهرني سیلانیان کولای شي بې له کومې وېرې په ډاډه زړه د هیواد له ښکلا وو څخه خوند واخلي. د طالبانو ناوړه چلند مې ډېر څه اورېدلي و، زړه نازړه مې سفر وکړ، خو دلته هرڅه برعکس و ښه مېلمه پالنه مو وشوه او د دې هیواد له دود او کلتور مې خوند واخیست»
د دغو سیلانیانو راتګ سره نه یوازې د اطلاعاتو او کلتور رياست عواید زیات شوي، بلکه ورسره د ښاریانو او رسټورانټونو په کاروبار کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.
یو شمېر بلخي هوټلیان وایي، له تېر یوه کال را په دېخوا په ورځني ډول تر سلو بهرني سیلانیان یې هوټلونو ته ورځي چې کار یې ورسره ښه شوی دی.
په بلخ ولایت کې د مېلمستون یو تن مسوول بشارت اميري په دې اړه وایي:
« په ورځني ډول له سلو تر ۱۵۰ تنو پورې بهرني سیلانیان زموږ هوټل ته راځي او دلته شپه او ورځ اوسېږي، د اقتصاد له پلوه دغه کسان موږ ته هم ښه دي دوکاندارانو او موټروانانو ته هم ښه دي، چې تاریخي سیمو ته یې بیایي او پیسې ورکوي.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د ګرځندوى شرکتونو د جوازونو د وېش او د سيلانيانو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو له درکه یې څه باندې يو ميليون او ۷۰۰ زره افغانۍ عواید ترلاسه شوي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA